یوازې په مارچ میاشت کې ۱۳۵ ټنه تجارتي مالونه بهر ته صادر شوي

په دې وروستیو کې له افغانستانه نورو هیوادونو ته په صاداراتو کې زیاتوالی راغلی دی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا ویلي چې یوازې په مارچ میاشت کې چین، سعودي عربستان، ترکیې، هند او نورو اروپایي هیوادونو ته په ۶۰ پراوزونو کې ۱۳۵ ټنه تجارتي مالونه صادر شوي د

د رسا په وینا چې د هوایي دهلیزونو له پیل څخه ۶۶۲۰ ټنه تجارتي مالونه بیلا بیلو هیوادونو ته صادر شوي دي

نوموړي په دې اړه له ازادي رادیو سره په خبرو کې زیاته کړې: “په ټوله‌ییز ډول ۶۶۲۰ ټنه کالي چې وچه او تازه مېوه، لاسي صنایع، زعفران او قره‌قل په‌کې شامل دي بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.”​

سمیر رسا همدا رنګه په راتلونکي کال کې د پراوزونو د ډیروالي خبر هم ورکړی او په وینا یې، هڅه کوي ترڅو له یو شمیر نورو هیوادونو سره هم هوایي دهلیزونه پرانیزي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button