ور به شئ! خبر به شئ!

ډاکټر یوسف اکبري
کوچنی وم، یوه ورځ مې له مور وپوښتل: مورې! د مسجد ملا نن ویل چې په آخره زمانه کې به د دجال په نوم یو څوک راځي، چې یو زیات شمېر خلک به ورپسې شاته روان وي تر دې چې ټول به له ځانه سره دوزخ ته بوځي.
مور مې راته ځیر شوه او ویلي ویل: هو! مور دې درنه ځار شي، دې ته خر دجال وایي چې له ساز او سرود به هم ورسره وهل کیږي، روان به وي او خلک به یې تر شا ورپسې په نڅا روان وي. له ځانه سره په سوچ کې شوم، چې دا څنګه کېدای شي چې خلک دې دومره لوده شي چې د یوه غټ خره تر شا دې روان وي او په نڅېدا نڅېدا به دوزخ ته ځي، د دجال په هکله زما ټول تصور همدا و.
تر دې چې غټ شوم، ګورم چې دجال هغه څه نه دي چې ما یې تصور کاوه بلکې ماته اوس دجال دا ښکار چې:
ګورم چې په کورنو کې د قرآن کریم تلاوت ورځ تر بلې چوپتیا پیدا کوي
ګورم چې دا ځینو خلکو ته ناموس هېڅ ارزښت نه لري
ګورم چې دا ځینې خلک دووسۍ (دیوثۍ) ته روښان اندي وايي
ګورم چې ځینې حجاب ته زندان او بد بویي وایي
ګورم چې علماء یواخې په کمیدي پروګرامونو کې د سپکاوي په موخه یادیږي
ګورم چې د قرآن یواځې نوم پاتې دی
ګورم چې لمونځ، حج او نور یواځي د عادت او ځان ښودلو په موخه ترسره کیږي
ګورم چې ځوانان په انګلیسې ژبې یادولو پسې لالهانده کوڅه په کوڅه ګرځي فیس پرې ورکوي خو د قرآن یو سورت او دیني مفتو زده کړو ته یوه شیبه هم وخت نه لري.
ګورم چې خلکو د ژوند هدف ورک کړی دی
ګورم چې یهود او نصاری یې د کور په مینځ کې ګرځي خو احساس یې نه راپاریږي
ګورم چې راتلونکی نسل مو له خپل دین نه ناخبره ستریږي او روزل کیږي
دا ځکه چې ژوند خوند لري او انسان په دغه خوند کې تر پوزې غرق دی.
سره له دې چې له تیرو 1400 کلونو راهیسې انسان ته الله تعالی لارښوونه کړې ده او فرمایلي یې دي چې:
﴿ٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّمَا ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَا لَعِبٞ وَلَهۡوٞ وَزِينَةٞ وَتَفَاخُرُۢ بَيۡنَكُمۡ وَتَكَاثُرٞ فِي ٱلۡأَمۡوَٰلِ وَٱلۡأَوۡلَٰدِۖ كَمَثَلِ غَيۡثٍ أَعۡجَبَ ٱلۡكُفَّارَ نَبَاتُهُۥ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَىٰهُ مُصۡفَرّٗا ثُمَّ يَكُونُ حُطَٰمٗاۖ وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِ عَذَابٞ شَدِيدٞ وَمَغۡفِرَةٞ مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضۡوَٰنٞۚ وَمَا ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَآ إِلَّا مَتَٰعُ ٱلۡغُرُورِ﴾
ژباړه:
پوه شئ چې د دنیا ژوند یواځې لوبې او بې ځایه مصروفیت او ښکلا ده او ستاسې تر مینځ ځان له نورو په فخر او ویاړ کې ګڼل دي، او ستاسې تر مینځ د مال او اولاد په زیاتیدا کې رقابت دی او بس.
خاص لکه د باران په څیر ده چې بوټي یې بزګران خوشاله کړي، بیا بوټي غټ شي، بیا به ګورې چې تک زیړ شي او بیا به یې ګورې چې د پناه په لور شي او باد باد شي.
په آخرت کې د دنیا پرستانو لپاره تر ټولو سخت عذاب دی او د خدای پرستانو لپاره د خدای تعالی لخوا بخښنه او خوښي ده.
اصلا د دنیا ژوند له تیرویستلو پرته نور هیڅ دی.
چی زیبا فریب مان دادند گفتند دنیا به کجا رسید و شما هنوز در ۱۴ قرن پیش زندگی میکنید بله قرن گذشت ولی الله همان الله است و قرآن همان قرآن
ځینې خلک څومره تیرویستل کوي او وایي چې دنیا کوم ځای ته ورسیده او مونږ او تاسې په څه کې یو، مونږ اوس هم په ۱۴مه پیړۍ کې ژوند کوو؟؟!
هو!
رښتیا هم پیړۍ پیړۍ تیرې شوې خو الله همغه الله دی او قرآن همغه قرآن او مرګ همغه مرګ او هدیرې او قبرونه همغه هدیرې او قبرونه.



