لیکوال : قاري عباس
د هر شي او اثر ښه بد حق او باطل یو له پنځه ګوني خواصو ( لیدلو اوریدلو څکلو بویولو حس کولو ) عقل او وحې ( قرانکریم او نبوي احادیثو ) باندې مالومیږي، په دونیا کې چې څومره شیان او اثرات دي د خالق تعالی (ج) پیژندلو پورې په پنځه ګوني خواصو او عقل باندې پیژندل کیږي او د اخروي ژوند دپیژندلو لپاره بیا له پنځه ګوني خواصو او عقل سره وحې ته هم اړتیا ده چې د اخري امت لپاره قرانکریم او او نبوي احادیث وحیه ده د مثال په توګه دونیا کې جسمونه دي انسان یې لیدلو لپار سترګې لري دونیا کې غږونه دي انسان یې اوریدلو ته غوږونه لري دونیا کې د خوراک او څښاک ښه او بد خوندونه دي انسان خوله لري دونیا کې بویونه دي انسان پوزه لري دونیا کې ټکر او اثرات دي انسان حس لري ، دونیا کې ګټه زیان د مذکوره او نورو شیانو نظم او خلقت دی انسان عقل لري مطلب په دنیا کې چې څومره شیان دي د خالق تعالی (ج) تر پیژندلو پورې د هغې لپاره په انسان کې پہ اصطلاح یوه آله او ترازو شته. د شیانو او اثراتو په پیداکیدلو تعامل نظم او جوړښت کې د پنځه ګوني خواصو او عقل په تحقیق سره انسان دې پایلې ته رسیدای شي زړه یې دا مني چې د دې ټولو خالق یعنې الله تعالی (ج) شته
دې لپاره چې د برزخ او اخرت ژوند څنګه دی د پنځه ګوني خواصو او عقل لپاره باید یو څه وي چې پکې تحقیق وکړي همدلته دی چې وحې ته اړتیا پیښیږي نو قرانکریم او د رسول الله (ص) احادیث وحیه ده .
لکه څنګه چې یوه آله مثلاً ترازو د خرابیدلو جوړیدلو او د لمنځه تللو لارې او صفات لري داسې د پنځه ګونو خواصو هر غړی او عقل مرض علاج او لمنځه تلل لري مثال په توګه سترګې که د لمر او ولډینګ له ډیر کتلو پکې د شګو خاورو او خزلو له غوزیدلو ونه ساتل شي د مرض په وخت یې علاج ونه شي د لیدلو اثر یې کمزوری کیږي حتی ړندیږي غوږونه که له ډیرو تیزو غږونو خزندو ونه ساتل شي د مرض په وخت یې علاج ونه شي د اوریدلو اثر یې کمزوری کیږي حتی کڼیږي همدارنګه په صغیره او کبیره ګناهونو زړه سختیږي چې د زړه سختوالی د حق درک کولو لپاره د عقل لپاره یو مرض دی که انسان ځان د صغیره او کبیره ګناهونو له مبتلا کیدو ونه ساتي فاسق فاجر حتی کافر کیږي. څیړنې او قضاوت لپاره خپل سترګې غوږونه او زړه له جسماني او روحاني مرضونو پاک کړي پدې ژوندي تاریخ کې وګورې واورې په عقل او وحې څیړنه وکړې د کمونستانو د دوه ډلو ( خلقیانو او پرچمیانو ) خپل منځي جګړې د دوې له لوري د علماو معلیمانو طالبانو محصلینو شاګردانو او د عامو افغانانو لویانو او ماشومانو وژل او ژوندي خښول د روس له یرغل یې ملاتړ په وړاندې یې د جهاد پیل او بری بیا د تنظیمونو او ګیلمجم ملیشو تر منځ ائتلافونه جګړې ظلمونه قتلونه د ډیرو افغانانو سر مال حتی ناموس لوټل د دوې د ظلمونو په وړاندې د طالبانو جهاد او بری بیا د مذکوره ډلو او دیموکراتانو په ملتیا په افغانستان او طالبانو د امریکا په مشرې د ناټو قوي پرمختللی وحشي نظامي سیاسي اقتصادي او کلتوري یرغل د امریکایانو له لوري د صلیبي جګړې او د طالب د بیخ کندنې اعلان، خو د طالبانو په کلکې جګړې او مقاومت امریکایان د شکست په درشل درول او د سولې خبرو ته کینول.
طالبان له امریکایانو سره له خبرو وروسته غواړي چې د سولې خبرې بین الافغاني وي تر څو د هر سوله خوښي افغان نظر سره واریدل شي او اسلامي نظام جوړ شي حکومت چې د امریکا له لارښونې او تغذې سربیره د بې وسې اختلاف او فساد کانال دی غواړي طالبان ورته د سولې په نوم تسلیم شي او یا له دوې سره د سولې خبرې وکړي یعني دا د حکومت له لوري د امریکا بري کول دي ، د حکومت له لوري طالبانو ته بې قید او شرط د سولې وړاندیز او اوس د قطر هیواد کې د افغانانو خپل منځي ناستو ته ( ۲۵۰ ) دوه سوه پنځوس کسانو ټاکل او د قطر هیواد سره له مشورې پرته په خپل سر اعلانول څه مانا لري ؟ که یو پوه تجربه لرونکی مهربانه مشر خپل کشران له یوه کار څخه منع کوي خبره به یې حتمي تر ډیره بریده په ګټه وي نو څیړنه او قضاوت وکوۍ چې د غفور او رحیم ذات خالق تعالی (ج) خبره به څومره ګټوره وي چاچې مونږ ملائکې ځمکه اسمانونه جنت دوزخ عرش او ټول مخلوقات پیدا کړي خالق تعالی (ج) فرمایلې ژباړه : اى هغه کسانو چې ايمان مو راوړى تاسې کافران دوستان مه جوړوې پـرته د مؤمـنانو څخه آيا غـواړې تاسې چې جوړ کړې د الله لپاره پـخپلو ځانونو دليل ښـکاره ، بـيشکه منافـقان به په ډيره ښکـته طبقه کې د دوزخ وي اوته به هيڅکله هغوې لپاره نه مومې مرسته کونکی ( سورت النساء ۱۴۴ او ۱۴۵ ایاتونه )
















