مسکو راروانه پنجشنبه دافغان سولې په تړاو د درې اړخیزې غونډې کوربه دی

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۳ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
په افغانستان کې د روسیې سفارت ویلي، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به مسکو د افغان سولې په تړاو د روسیې، امریکا او چین هېوادونو کوربه وي.
له یاد سفارت څخه د خپرې شوې اعلامیې له مخې، په دغه درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
ټاکل شوې په دغه غونډه کې د افغانستان پر روانو حالاتو، په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ پر خبرو او دغه راز د افغانستان د ملي پخلاینې پر بهیر هم خبرې وشي.
د روسیې سفارت زیاتوي چې یاده درې اړخیزه ناسته کوم نوښت نه دی، بلکې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د نړیوالو شرایطو د برابرولو لپاره د نړیوالو لوبغاړو یوه هڅه ده چې له دغو هڅو د ملاتړ په موخه ترسره کېږي.
تردې وړاندې هم مسکو دیوې بین الافغاني ناستې کوربه وو، تیره ونۍ دمسکو ناستې په تعقیب یوه بله بین الافغاني ناسته په قطر کې ترسره کیدله چې دحکومت دخپل منځي اختلافاتو له امله وځنډېده.



