نن يو ځل بيا په فراه کې د بهرنيانو پر مرکز توغنديز بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۴)

د راپورونو له مخې نن سهار د فراه ولايت په هوايي ډګر چې پکې په زيات شمير بهرني عسکر هم ميشت دي د توغنديو بريد شوی.

هوايي ډګر ته نږدې سرچينې وايي، توغندي نن سهار د فراه هوايي ډګر په داخل کې لګيدلي چې بهرنيانو ته يې تلفات اړولي دي.

تر اوسه د دغه تلفاتو کره معلومات نه دی ترلاسه شوی خو ويل کيږي توغندي د بهرنيو ځواکونو ميشت ځايونو ته نږدې لګيدلي دي.

له بله پلوه طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکي: په یاد هوايي ډګر د طالبانو له خوا درې توغندي وار شوي چې د امريکايي عسکرو په میشت ځايونو لګيدلي او هغوی ته پکې دروند مالي او ځاني زيان اوښتي دی.

تيره ورځ هم طالبانو په یاد هوايي ډګر د توغنديو بريد کړی و چې د طالبانو په وينا په بريد کې د هوايي ډګر رادار له منځه وړل شوی و او بهرنيانو ته يې تلفات اړولي و.

د بګرام په شمول طالبان وخت ناوخت د بهرنيو ځواکونو پوځي مرکزونه د توغنديو هدف ګرځوی چې هغوی ته پکې تلفات اوړي خو بهرنيان دغه تلفات د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button