(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۴)
د افغانستان د بشري حقونو په وروستي راپور کې ويلي، په تير ۱۳۹۷لمريز کال کې د وړم کال په پرتله ملکي تلفات نوولس سلنه زيات شوي دي.
راپور کې راغلي، په تير لمريز کال کې په هوايي بریدونو، جګړو او وسله والو شخړو کې ۲۰۳۲ملکيان وژل شوي او ۸۱۸۰ تنه نور ټپيان شوي چې له ډلې يې ۹۰۰ سوه ميرمنې او ۲۵۰۰ ماشومان دي.
راپور زياتوي، تر ډيره ملکي تلفات د بهرنيو او افغان ځواکونو په هوايي بريدونو او عملياتو کې اوښتي دي.
که څه هم د دغه کميسيون مشره سيما سمر وايي: “د جګړو له کبله ملکي مرګ ژوبله زياته شوې، په نښتو او هوايي بريدونو کې زرګونه هيوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي زياتوي تر ډیره د دغه ملکي مرګ ژوبلې لامل د افغان او بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه دي”.
که څه هم په راپور کې د ملکيانو په مرګ ژوبله تر ډيره بهرني او افغان ځواکونه ګرم بلل شوي خو بيا هم په دغه راپور کې د ۵۳ سلنې ملکي تلفات طالبانو ته منسوب شوي او یوازې یوولس سلنه افغان او بهرنيو ځواکونو ته او دوولس سلنه بيا داعش وسله والې ډلې پورې تړل شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
خو طالبانو هر ځل د بشري حقونو او یوناما ورته ډول راپورونه رد کړي او په خپلو اعلاميو کې يې ويلي چې د بشري حقونو ګڼې ادارې د ملکي تلفاتو له انساني موضوع سره د امریکايي ګټو په چوکاټ کې برخورد کوي.
په وروستيو کې هره شپه د ګډو ځواکونو شپني عمليات، بمبارۍ او د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو راپورونه ورکول کيږي چې تر ډيره پکې ملکي خلک هدف ګرځي خو د بشري حقونو ادارې، یوناما او نور بنسټونه په خپلو راپورونو کې د ملکيانو یادو تلفاتو ته ځای نه ورکوي.


















