زلمي خلیلزاد لندن کې د افغان سولې په اړه غونډه کړې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په لندن کې د افغان سولې په تړاو یوه غونډه کړې ده

خلیلزاد په لندن کې د افغانستان لپاره د بريټانیا، اروپایي اتحادیې د او د ملګرو ملتونو له ځانګړو استازو سره کتلي دي

په دې غونډه کې د مالیي وزارت سرپرست وزیر همایون قیومي هم ګډون کړی دی

زلمي خلیلزاد او نورو د مجلس ګډونوالو په افغانستان کې د سولې په تړاو بحث کړی دی

په ورته وخت کې زلمی خلیلزاد په یو ویډیویي پیغام کې چې په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا خپور شوی وایي، د سولې په اړه پرمختګ شوی خو په وینا یې چې لا هم د بین الافغاني خبرو اترو لپاره جدي اقدامات نه دي ترسره شوي

زلمی خلیلزاد سیمې ته په خپل شپږم سفر بوخت دي چې ټاکل شوې ده د دې سفر په ترڅ کې به له طالبانو سره هم په قطر کې جرګه شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې د خلیلزاد دا سفر د اپريل په ۲۱مه پیل شوی او د می میاشتې تر ۱۱مې نیټې به دوام وکړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button