ليکونکى : امين وردګ
د هغه ماشوم د ژوند لنډ حالونه درته ليکم چې په 1339 هجري لمريز کال کې يې د کندهار ولايت د خاکرېز ولسوالۍ د (چاه همت) په کلي کې، دې غمجنې دنياګۍ ته سترګې لوڅې کړې.
وړوکي ((عمر)) لا د ماشومتوب تانده دوره نه وه تمامه کړې ( یعنې د پنځو کالونو په عمر کې ٶ ) چې د خواږه پلار د هجران څاپېړه يې پرمخ و خوړه او د يتيمانو د کلي مېلمه شو ؛ دا مهال يې د خاکرېز خړو کورنو په وړوکي زړه حملې کولې او د پلار يادونو به تل ځورولو ، نو له دې کلي هم کډه شو او د ډنډ ولسوالۍ ته يې پناه يوړه ، خو هلته يې هم د رزق انتظام تمام شوى ٶ، بيا يې له خپل محترم کاکا (مولوي جمعه ) سره د ارزګان په ولايت کې خپل پردېس ژوند ته دوام ورکړ او له هغه نه يې ديني زده کړې پيل کړې ؛ کله چې نوموړي د 18 کلونو عمر پوره کولو نو ديني درسونه يې هم د حديثو دورو ته نېږدې کړل ، خو دامهال زموږ په ګران وطن (افغانستان) باندې کمونستي اجيرانو -د شوروي اتحاد په ملاتړ -نظامي يرغل وکړ او افغان اسلامپالو مجاهدينو يې د غاښ ماتولو د پاره ملاوې و تړلې ، نو پدې سرښندوکو زلميو کې (ثالث عمر ابن مولوى غلام نبى ، ابن مولوى محمدرسول ، ابن مولوى بازمحمد ) هم برخه واخيسته ، خو له څه وخت مبارزې وروسته له هغه ځاى نه هم د خپل پلارني ټاټوبي کندهار په لوري روان شو ، د پنجوايي ، ميوند او ژېړۍ په ولسواليو کې يې د سرو لښکرو او د هغوى د افغاني مزدورانو په وړاندې ( د حرکت انقلاب اسلامي جهادي تنظيم تر قيادت لاندې ) مخامخ پر دښمن اسدي حملې کولې او همدلته د يوه وتلي او زړور قومندان په توګه و پېژندل شو ؛ نوموړی د شوروي اشغالګرو پر ضد جګړو کې څلور ځله ټپي شوی او په آخري ځل يې خپله ښۍ سترګه هم د الله په لاره کې نثار کړه.
کله چې مجاهدين واک ته ورسېدل او کمونيستي نظام ړنګ شو، نو (محمد عمر) بېرته خپلو ديني زده کړو ته (د سنګ حصار په سيمه کې) دوام ورکړ، اما کله يې چې خپلمنځي جګرې ليدلې او پدې بې هدفه جګړو کې يې د بيت المال د شتمنيو چور او چپاول کتلو ، د وحشت اوج ته يې په سترګو کتل، نو د صبر او زغم کاسه يې ډکه شوه ، د زده کړې پر ځاى يې د وحشت پر مقابل کې حق پلوې مبارزې ته ترجح ورکړه ، د ديني علماوو له فتوا او ملاتړ سره سم يې د خپلسرو ياغي قومندانانو پر ضد يو ځلې بيا وسلې ته لاس کړ او له کندهار ولايت څخه يې جګړه پيل کړه.
دلته د ده خوځښت پر حق او د اسلامي تحريک په نوم و نومول شو ، 1500 ديني علماوو د يوې شورا په ترڅ کې ده ته د ((اميرالمٶمنين)) لقب هم ورکړ .
د ده شعار فقط د ((اسلامي قانون حاکميت)) ٶ ، د جګړې پر مهال به يې جګړه مارو ته بښنه کوله ، د مخالف لوري له محاصره شويو جګړه مارانو څخه به ئې وسلې اخيستلې او هغوى به يې ژوندي خوشې کول، مګر د توبې ايستلو وړانديز به يې ارومرو ورته کولو ؛ دا د ده جګړه ايز اصل ؤ ، آن تر دې چې د 1375 ه – ل کال د ميزان پر شپږمه يې د افغانستان پلازمېنه ((کابل)) هم تر خپلې سلطې لاندې راوست ؛ خو دا هغه کابل نه وو چې له جهادي ډلو مخکې ليدل کېدلو ؛ بلکې د کنډوالو يوه ټولګه وه ! .
ټول افغانستان (پرته له ځينو محدودو سيمو) د اسلامي امارت تر شرعي قوانينو لاندې راغى ؛ خو متأسفانه چې په 15 /6/1379 نېټه دا ((اسلامي نظام)) د ناټو غړو هېوادونو ( چې شمېره يې ((44)) مملکتونو ته رسيږي) او ورسره ځينو نورو غرب پالو ، غوړه مالو ممالکو او د افغان (غرب پلوو) ډلګيو له خوا را چپه شو.
پدې جګړو کې د اسلامي امارت پر ضد بعضې ممنوعه ((شېميايي)) وسلې هم د غربيانو له خوا وکارول شوې ، ځينې مشران يې د افغانستان او پاکستان د پلورل شوو جاوسوسانو له لاسه د غربي متجاوزينو په لاس د ګونتانامو وحشي زندان ته يوړل شول او ځينې نور بيا په همدې خاوره کې د بګرام هغه زندان ته ولوېدل؛ چې واک يې پرته له آمريکايانو له بل چا سره نه ٶ او افغان چارواکو (!؟) به هم هلته د ورتګ اجازه نه لرله.
لنډه دا چې؛ د دوو کلونو په شاوخوا کې (خاکريزي اتل) بيا خپل مخلص ملګري سره راټول کړل او د غربي طاغوت پر ضد يې غاښ ماتوونکې مجادله ( له سره) پيل کړه ، داسې سبق يې ورکړ چې تر عمره به يې ياد ساتي .
دغه خاکريزي ((يتيم ماشوم)) ته الله پاک ځینې داسې ځانګړي صفتونه هم ورکړي وو چې په ډېرو انسانانو کې نه ليدل کېدل او هغه دا دي:
1- په سنګر کې به يې په خپله R.P.G (راکټ ویشتونکی) فير کولو.
2- ډېر فقير طبيعته ، خوش خلقه او ساده زړى وو .
3- نهايت متقي ، زړه سواندى او شريف مزاجه وو .
4-ځانته يې امتياز ورکول عيب ګڼل .
5-هرچا ته يې د ليدلو اجازه ورکوله (اما نېږدې ملګرو به يې د ده دا عمل هغه ته د خطرې رسولو لامل ګڼلو) چې په پاى کې پدې سلا شول؛ تر څو (خاکريزي اتل) له خپل تظاهر څخه ډډه وکړي.
نو همغه وو چې د ده پر نيولو او وژلو باندې غربيانو (10000000) لس ميليونه آمريکايي ډالره انعام کېښود، نو ده هم جداً خپل ځان ته توجه و کړه او د مکار دښمن نه يې خطره احساس کړه ، خو بيا يې هم د خپل وطن د خړو جونګړو په منځ کې د الله د قانون مادې لوستلې ، د همغو مادو له مصداق سره سم يې خپل مسئوليت ادا کولو او د حق سنګر يې ګرم ساتلي ٶ.
6- تهجد يې خوښ عمل ٶ .
7- زړې جامې يې اغوستې؛ د ده او د ده د ملګرو تر منځ به کوم ځانګړى امتياز نه تر سترګو ګېدلو .
8- خوراک يې عادي ٶ .
9- سر به يې ډېر وخت پر خاورو اېښودلو ، مګر امر به يې چې وکړ نو په 24 ساعتونو کې به د ده ټولو افرادو په لېمو منلى ٶ .
10- پاچا ٶ خو پاچاهى يې نه کوله، ټول ژوند يې د الله په لاره کې وقف کړى ٶ .
11- د دنيا لذتونو ته يې شا کړې وه او يوازې د يوه سوچه اسلامي نظام د (سرتاسري حاکميت) د پاره به يې کوټلي ګامونه پورته کول .
12- صحابى نه ٶ ؛ مګر ژوند يې د صحابه ٶ په شان تېر کړ .
13- په پاى کې يې د امارت واګې خپل مرستيال (ملا اخترمحمد منصور ) ته وسپارلې او خپل زوى مولوي يعقوب يې خپل ځاى ناستى و نه بللو او هغه امارت يې هم ارثى نه کړ د کوم چې اساس او بنياد ده په خپله اېښي ٶ .

















