دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

ملا محمد عمر مجاهد نشته خو سپیڅلې مبارزې یې رنګ راوړ

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2019
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
29
ځلې شریک شوی
361
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ډاکټر یوسف اکبری

د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد چي د افغانستان  پر مجاهد او  شهید روزونکې خاروې د ناټو (یهودو او نصاراو) د نظامي یرغل پر وړاندې يې د تر ټولو درنې او اوږدې جګړې ته خپله سینه سپر کړه.

دا هم ولولئ

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

د افغانستان د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد په افغانستان کي د پخواني شوروي اتحاد (ملحدینو) او وروسته د امريکا په مشرۍ د  بهرنيو (یهودو او نصاراو) او افغان ځواکونو (د یهودو او نصارو تالي څټو غلامانو) پر ضد غښتلې جګړه کړې ده.

ملا محمد عمر مجاهد خپله يوه مبارکه سترگه د له خدایه منکر شوروي ځواکونو سره د سپیڅلي جهاد پر مهال له لاسه ورکړې وه چې عین د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اُحد د جګړې هغه یاد تازه کوي چې هغه مهال رسول الله صلی الله خپل مبارک غاښونه پکې له لاسه ورکړل.

په۱۹۹۰ کلونو کي يې د افغانستان د شهیدانو په وینو د سرې خاورې پر نزدې۹۰ سلنه خاوره خپله واکمني ټینګه کړه.

ملا محمد عمر مجاهد د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي په۱۹۶۰م کال کي ږېږېدلی وو.

ملا محمد عمر مجاهد لا پنځه کلن وو چي بې پلاره او یتیم شو او د یتیمۍ درنه څپیړه یې پر مخ وخوړه او تر یتیمۍ وروسته د روزګان ولايت ته ولاړ او هلته د خپلو دوو اکاګانو سره يې ژوند پیل کړ.

ملا محمد عمر په ۱۹۷۹م کال کي چي شل کلن شوی و، خپلې ديني زده کړې نيمګړی پرېښودې او په افغانستان کي یې د پخواني شوروي اتحاد د ملحدو عسکرو پر ضد وسله وال جهاد پيل کړ.

په ۱۹۸۹م کال کي له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته ملا محمد عمر مجاهد له نورو مجاهدينو سره یو ځای د شوروي د پاتي شوني د کابل د ګوډاګي او کمونست حکومت پر ضد جګړې ته ادامه ورکړه.

په افغانستان کي هند ته د نجيب د تیښتې له هڅې او بالآخره د ملګرو ملتو دفتر کې له پنا اخیستو او له هغه نه د پاتې کمونست حکومت له تسلیمیدا وروسته په خپلو د جهادي ډلو ټپلو تر منځ د واک پر سر خونړۍ کورنۍ جګړه پيل شوه. خو له نیکه مرغه ملا محمد عمر مجاهد په دغو کرغیړنو جګړو کي برخه نه لرله.

ملا محمد عمر مجاهد په دغه وخت کې په کندهار کي د يوه کلي چې غالبا سنګیسار نومیده د مسجد د امامت او د هیواد بچیانو د دیني علومو درس ورکاوه.

ملا محمد عمر مجاهد هغه وخت په کندهار کي د وسله والو ډلو ټپلو پر ضد د فعاليت پرېکړه وکړه، چي د هغوی ناوړه اعمال مخ په ډېریدو شول.

کله چي په ۱۹۹۴م کال کي په افغانستان کي کورنۍ ناوړه جګړه خپل اوج ته رسېدلې وه، نو ملا محمد عمر مجاهد خوب وليد چي يوه سپين سرې ښځه خپل پلو ورته غوړوي چي دغې ګډوډي ته د پای ټکی کیږدي.

ملا محمد عمر مجاهد د خپلو نزدې۵۰ طالب ملګرو په مرسته په کندهار کي د ناقانونه ځنځيرنو پاټکونو او پوستو په له منځه وړلو لاس پوري کړ په دغو پوستو او پاټکونو کي له خلکو څخه په زور پيسې اخيستل کېدې. دغه په افغانستان کي د طالبانو د واکمنۍ پېل وو چي د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کالونو تر منځ يې دوام وکړ.

طالبانو په ۱۹۹۶م کي کابل ونيو او پخواني ولسمشر نجيب يې د شومو اعمالو په سزا ورساوه او په عام محضر کې یې د کمونستانو د پوچې نظرې څښتنانو ته د عبرت ښودلو په موخه وځړاوه او په افغانستان کي د اسلامي امارت تر نوم لاندې یو سوچه اسلام حکومت  جوړ او خپل مشر ملا محمد عمر مجاهد يې د امير المؤمنين په حیث اعلان کړ.

طالبانو په ۱۹۹۸م کال کي د افغانستان پر تقريباً۹۰ سلنه برخه کنټرول درلود. هغوی په دغه برخه کي شريعت نافذ کړ.

کله چې ملحدینو او یهودو او نصاراو ولیدل چې له پخوانیو مجاهدینو پاتې فصل طالبانو تمام کړ او د یوه سوچه اسلامي حکومت په جوړولو کې چې پخواني مجاهدین ناکام شوي وو، دوی بریالي شول نو یې پر طالبانو ډول ډول تورونه پورې کول پیل کړل چي ګویا د بشري حقونو يې تر پښو لاندي کړي!!! او دا چي د هيواد په شمال کي يې ډله ييزه وژني کړي دي!!! ښځي یې له تعليم او د خپل مېړه له انتخاب څخه محرومه کړي دي او داسې نور!!! تر ټولو ستر تور دا و چې افغانستان د القاعدې په ځاله بدل شو. حال دا چي د القاعده مشر اسامه بن لادن د پخوانیو مجاهدینو مرستې ته له پخوا نه افغانستان ته راغلي و، د پخوانیو مجاهدینو ډیری مالي او بشري مرستې یې کړې وي او د سعودي حکومت سره د ستونزو درلودلو له کبله په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره کندهار ته نژدې اوسېدو چې له ملا عمر سره يې نژدې اړيکي جوړې شوې.

ملا محمد عمر مجاهد چي اسلامي ديني زدکړي يې کړي وې په عربي ژبه يې هم خبري کولای شوای.

د طالبانو رژيم او القاعده شبکې اړيکي د طالبانو سره د اسلامي نظام د راوستلو له کبله چې د دواړو مبارزو مشرانو هیله او هدف و لا غښتلې شوې.

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر مياشتي پر ۱۱ د امریکا پر متحدو ايالاتو تر بريدونو وروسته، امريکا د دغو بريدونو پړه پرته له سنده پر القاعده او اسامه بن لادن واچوله او له طالبانو څخه يې د هغه د ورسپارلو غوښتنه وکړه. خو ملا محمد عمر مجاهد له دې کاره ډډه وکړه چي په نتيجه کي يې امريکا پر افغانستان پوځي يرغل او تیری وکړ چې دا په افغانستان کي د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د اسلام او خاورې نه د دفاع او د امریکا د یهودو او نصاراو او د هغوی د ګوډاګي نا افغانانو پر وړاندې تر ټولو درنده او اوږده جګړه پیل شوه.

ملا محمد عمر مجاهد په ۲۰۰۱م کال پر افغانستان باندي د امريکا د يرغل پرمهال د افغانستان په یوه خوندي ځایه  د ناټو او افغان ځواکونو پر ضد د طالبانو د جګړې مشرتوب کاوه.

له۲۰۰۱م کال وروسته د ملا محمد عمر مجاهد جنګياليو خپل جنګي تکتيک ته بدلون ورکړ چې د بهرنيو او کورنيو ځواکونو لپاره ډېر خونړی ثابت شو.

د امریکا په لاس کینول شوي افغان حکومت څو واري ملا محمد عمر مجاهد سولي ته راوباله او په ټاکنو کي يې د گډون بلنه ورکړه خو هغه ويل چي تر هغه وخته به خپلي جګړې ته ادامه ورکړي، څو له افغانستانه بهرني ځواکونه وتلي نه وي.

نن ملا محمد عمر مجاهد نشته خو دا چې هغه د خپلو ملګرو قوي روزنه کړې چې د هغه فکر او آرمان یې تر پخوا څو چنده په خپلو وینو تاند ساتلی دادی نن ټول په غړیدلو سترګو وینو چې د ملا محمد عمر مجاهد مبارزې رنګ راوړی او سپیڅلی آرمان او هدف یې د عمل جامه اغوندي او هغه دا چې بهرني ځواکونو د طالبانو دروازه وټکوله او د سولې او او د فوځونو د ویستلو وړاندیز یې ورته وکړ چې دا پروسه دوام لري او ډیر زر به یوې موافقې ته سره ورسیږي، بهرني ځواکونه به له هیواده ووځي او له پاتې شونو ګوډاګیانو سره به د اسلام د احکامو په اساس حساب او کتاب ترسره شي او د دوه ملیونو شهیدانو او ملا محمد عمر مجاهد سپیڅلی آرمان به خدای تعالی په خپل قدرت سره پوره کړي. و يومئذ يفرح المؤمنون بنصرالله

مخکینې مطلب

سيګار: که امریکا يې مالي ملاتړ ونه کړي؛ افغان حکومت ړنګيږي

بل مطلب

فراه: د اناردرې امنيه قومندان لادرکه دی؛ زوی يې او لس پوليس وژل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com