په قطرکې دطالبانو دسیاسي دفتر رئیس ملاعبدالغني برادر دیوناما مشر سره کتنه کړې

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی تدامچي ياماماتو قطر ته رسيدلی او نن يې په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتنه کړې ده.

وسلوالو طالبانو په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه ناسته کې يې د سولې پر روان بهير،د ملکي تلفاتو پر مخنيوي او د بشري مرستو رسولو په اړه په دوه اړخيزو  همکاريو خبرې کړې دي، طالبانو ويلي ديته ورته ناستې به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

یوناما په خپل اخري راپور کې، چې دوه ورځې وړاندې نشر شو، دملکي مرګ ژوبلې ډېره سلنه پر ګډو ځواکونو اچولې وه، طالبانو په دغه کتنه کې دیوناما مشرته په بې پري ډول د راپورونو نشرولو سپارښتنه هم کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button