د طب تاریخ یو بله عجیبه پیښه! یو میرمن په یو میاشت کې ۳ ماشومان وزیږول

تر نن ورځې به تاسو  د ډیرو عجیبه پيښو په اړه خبر شوي یاست خو نن مو د داسې یوبلې پیښې څخه خبرو چې خیرانوي مو وايي یوې بنگله‌دېشۍ مېرمنې د یوه ماشوم تر زېږون ۲۶ ورځې وروسته دوه غبرگولي ماشومان زېږولي دي.

د بنګله‌دېش د طب په تاریخ کې د ا یوه عجیبه پېښه ده. عارفه سلطانه چې د ۲۰ کلو ده لومړی یې یو ماشوم له وخته  مخکې وزېږاوه او له هغه ۲۶ ورځې وروسته یې دوه غبرګوني ماشومان وزېږول چې یو هلک او بله نجلۍ وه.

د عارفې نرسې ویلې، ماته دا پته نه ‌وه چې دا به د ماشوم تر پیدا کېدو وروسته هم حامله پاتې وي.

مېرمن عارفه د جنوبي بنګله‌دېش جېسور اوسېدونکې ده، کله چې يې هغه له روغتونه  خارجوله روغتیا یې سالمه وه.

ډاکترانو ویلې، عارفه مورزاده «په پيدايښتي ډول» دوه رحمه لري او هغه دوو نورو ماشومانو ته په بل رحم کې نمو ور کړل شوې ده.

هغه د خپلو بچو په پیدا کېدو خوشاله ده، خو په یوه وخت کې د درو ماشومانو روزلو  اندېښمنه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button