طالبان: امریکايان دې د ثور له اوومې او اتمې زده کړه وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۷)

نن د غويي (ثور) اوومه نيټه ده چې نږدې څلور لسيزې مخکې په افغانستان کې کمونيست پلوو د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ پر داوود خان کودتا وکړه او د هغه حکومت يې نسکور کړ.

د ۱۳۵۷لمريز کال د ثور په اوومه نيټه د کمونستي افسرانو له خوا د داوود خان پرحکومت پوځي کودتا وشوه چې له همغې ورځې په افغانستان کې جګړې پيل شوي او افغانان د ثور اوومه د تورې ورځې په نوم یادوي.

کمونستانو د خپل واک په موده کې د ټولو هغه افغانانو وژل پيل کړل چې د کونستي انقلاب په مخ کې خنډ بلل کيدل او يا يې ترې نا رضايتي ښودله.

طالبانو د ثور د اوومې او اتمې نيټې په اړه اعلاميه خپره کړې وايي، دغه ورځ په هيواد کې د بدمرغيو او ناخوالو د پيل حيثيت لري.

اعلاميه کې راغلي، چې  د افغانستان اسلامي امارت د کمونيزم ضد جهاد د ارمانونو د وارث په حيث د ثور ۷ مه د يوې بدنامه او تورې ورځې په حیث زموږ د څلويښت کلن ناورين عمده عامل ګڼي، ورسره د ثور ۸مه بیا د کمونيستي مفکورې د ماتې، د څوارلس کلنې مبارزې د کاميابۍ او د خپل ګران هيواد د ازادۍ سمبول ګڼي.

طالبانو ويلي، چې امریکايان دې د ثور له اوومې او اتمې نيټې څخه زده کړه وکړي چې پردۍ ايډيالوژي، استعمار او پرديپال خلک هيڅ کله په دغه خاوره کې نه دي چليدلي.

د ثور د اوومې نیټې د کمونیستي کودتا او د اتمې نیټې د مجاهدینو د بریا په اړه د طالبانو اعلامیه:

د ثور د اوومې او اتمې تاريخي ورځو په مناسبت د اسلامي امارت اعلاميه

نږدې يو څلويښت کاله وړاندې (۱۳۵۷لمريزکال) د ثور په ۷مه ځينو افغاننما پرديپالو څېرو په افغان مؤمن ولس باندې د شوروي اتحاد په مټ د کمونيستي مفکورې د تپلو او د شوروي اتحاد په غيږ کې د افغانستان اچولو ناکامه هڅه وکړه چې دا ورځ زموږ په هيواد کې د بدمرغيو او ناخوالو د پيلامې حيثيت لري او رارسېدل يې افغان ولس ته دربدرۍ او هجرتونه، زندانونه او شکنجې، زخمونه او شهادتونه وريادوي.
که څه هم د کمونيزم پيروانو د شورويانو له ټول مادي زور سره زموږ په هيواد هجوم راوړی و، خو د افغان غيور ولس له دغسې پرجوش او قاطع برخورد سره مخ شول چې نه يې شوروي تمه درلوده او نه يې کورنيو ګوډاګیانو تصور کړی و.
پوره څوارلس کاله افغان ولس له فولادي ټانګونو، چورلکو، الوتکو او د کمونيزم له زرګونه بشري ځواک سره په تشو لاسونو ډغره ووهله، چې بلاخره يې د الله تعالی په نصرت سره نه يوازې د شورويانو او کمونيستانو د اهدافو مخه ونيوله، بلکې په پایله کې د کمونيزم ايډيالوژي يې د تاريخ برخه وګرځوله او د شوروي لوی اتحاد يې دړې وړې کړ.
زموږ د ايمان په وسله سمبال مجاهد ملت په څوارلس کلنه مبارزه کې د زياتو قربانيو په ورکولو او د رنګارنګ تکاليفو په زغملو سره خپل هيواد د کمونيزم له منګولو وژغورلو او د ۱۳۷۱ لمريز کال د ثور په ۸مه يې بیرته استقلال او ازادي ترلاسه کړه.
په دې ډول افغان ملت يو بل استعمار ته شکست ورکړ او د نړۍ په تاريخ کې يې د شلمې پېړۍ د نړۍ خور استعمار راپرځول د ځان په نوم کړل.
د دې ترڅنګ چې د افغانستان اسلامي امارت د کمونيزم ضد جهاد د ارمانونو د وارث په حيث د ثور ۷ مه د يوې بدنامه او تورې ورځې په حیث زموږ د څلويښت کلن ناورين عمده عامل ګڼي، ورسره د ثور ۸مه بیا د کمونيستي مفکورې د ماتې، د څوارلس کلنې مبارزې د کاميابي او د خپل ګران هيواد د ازادۍ سمبول ګڼي او په تمامه معنی د تیر او اوسني جهاد د اهدافو تحفظ او په دې لاره کې د ټولو شهيدانو د ارمانونو تر سره کېدو ته ځان ژمن بولي، هغه اهداف او ارمانونه، چې د ثور له ۸مې وروسته د ځينو تنظیمي مشرانو د جاه طلبۍ او له اسلامي مسير څخه د انحراف او بیا وروسته د امریکايي اشغال په پايله کې له خطر سره مخ شوي وو.
د ثور د ۷ او ورپسې ۸ تاریخونو په رارسېدو سره اوسنيو امریکايي اشغالګرو او د هغوی لاسپوڅو ته وريادوو چې د یادو دوه پرلپسې ورځو څخه بايد زده کړي چې پردۍ ايډيالوژي، استعمار او پرديپال خلک په دې خاوره کې د چلښت او پايښت هيڅ مجال نه لري.
موږ باور لرو چې ډیر ژر به د الله تعالی په نصرت او د مجاهدملت د بیساري قربانیو په برکت سره د افغان ځوریدلي ملت د لکونو شهيدانو، معيوبينو، کونډو، یتیمانو او مهاجرينو سپېڅلي ارمانونه پوره شي او ننني اشغالګر او لاسپوڅي به یې هم له هغه انجام سره مخ کیږي، له کوم سره چې انګریزان، شورویان او د هغوی کورني غلامان مخامخ شوي وو. ان شاءالله تعالی.
د افغانستان اسلامي امارت
۲۲/۸/۱۴۴۰هـ ق
۷/۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/4/27م

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button