د ملکي مرګ ژوبلې لړۍ: پروان کې د ګډو ځواکونو عملياتو کې اووه تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۷)

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو شپني عمليات او هوايي بريدونه زيات شوي چې ورسره د ملکي تلفاتو لړۍ هم تونده شوې او هره شپه د هيواد په بیلابيلو سيمو کې د عملياتو پر مهال ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

تيره شپه ګډو ځواکونو د پروان ولايت د مرکز مربوط په خلازيو سيمه کې عمليات کړي چې د ځايي اوسيدونکو په وينا اووه تنه ملکي وګړي يې وژلي او اووه تنه نور ملکيان يې له ځان سره وړي دي.

د یادې سيمې اوسيدونکي وايي، عملیاتي عسکرو د ګڼو کورونو دروازې په بمونو الوزولي، د خلکو له کورونو يې قيمتي مالونه او پيسې هم وړي دي.

طالبان هم په ياده سيمه کې د ملکيانو وژل کيدل تاييدوي او یاده پيښه يې جنايت بللی دی.

ګډو ځواکونو پرون هم د ننګرهار ولايت خوګياڼو کې د دوو ښوونکو او يوه محصل په ګډون يوولس تنه ملکي وګړي د شپنيو عملياتو پر مهال وژلي و او له هغې يوه شپه مخکې يې د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د يوه پلار او درې زامنو په شمول پنځه تنه ملکيان وژلي و.

د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما په خپل وروستي راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې درې پنځوس سلنه په حکومتي ځواکونو اچولې وه چې په وينا يې په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې ملکيانو ته اوښتې ده.

طالبانو د ياد راپور په غبرګون کې ويلي و  چې د ملکي تلفاتو مخنیوی یوازې د ارقامو په خپرولو نه کيږي بايد په دې اړه لازم اقدامات وکړای شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button