په سریلانکا کې دتازه جګړو له امله ۱۵ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۷ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
په سریلانکا کې تازه جګړې شوي چې له امله یې ډېری کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سریلانکایي چارواکي وایي چې د یاد هېواد د کولمبو ښار په شرقي سیمو کې د پولیسو او ناپېژانده وسله والو ترمنځ په نښتو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا ددې پېښې په قربانیانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي.
دا نښته وروسته تر هغه پیل شوه چې سریلانکایي پولیسو د وسله والوډلو د پلټلو په موخه د یاد هېواد په کولمبو ښار کې عملیات پیل کړل.
دا عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې شپږ ورځې وړاندې په یاد هېواد کې د پرلپسې چاودنو له امله ۲۵۹ کسان ووژل شول او تر پنځه سوه ډېر نور ټپیان شول.
د یادو چاودنو پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه.
بعضو رسنیو رپوټ ورکړی چې نننۍ نښتې هم داعش ډلې سره رامینخته شوي.



