پروان: دملکي وګړو دوژل کېدو په غبرګون کې سلګونه خلکو دکابل _ شمال لویه لاره تړلې

کابل ټکی کام ( شنبه، ۷ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د پروان ولایت سلګونه اوسېدونکو نن د کابل ـ شمال لویه لار د پروان په مرکز کې بنده کړې، او ادعا کوي چې دولتي ځواکونو تېره شپه په یاد ولایت کې د ملکي خلکو پر کورونو چاپې وهلي او شپږ ملکي وګړي یې وژلي دي.

 دوی دغه راز وایي، پلیو دولتي ځواکونو چې هوایي ملاتړ یې هم لاره د یاد ولایت په مرکز خلازیي سیمه کې د ملکي خلکو پر کورونو عملیات کړي دي چې په پایله کې یې شپږ ملکیان وژل شوي لس تنه ټپیان دي او شاوخوا شپاړس کسان یې له ځان سره بیولي دي.

خو په پروان کې د دولتي امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز قوماندان د پروان مرکز خلازيي سیمه کې د عملیاتو پر مهال د درېیو کسانو وژل کېدل تایید کړل او ویې ویل چې په دې ځمکینو او هوايي عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

لاریونوال وایي وژل شوي او ټپیان ټول ملکیان دي خو د وسله والو د وژل کېدو په اړه معلومات نه لري. طالبانو تر اوسه د تېرې شپې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

یاده دې وي چې دوه ورځې وړاندې په ننګرهار اوخوست ولایاتو کې هم ملکي وګړو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې وه، ځایي خلک خبر ورکوي چې کډو ځواکونو په ننګرهار کې محصلین او خوست کې یې غریب کار وژلي.

په دې وروستیو کې دګډو ځواکونو لخوا ملکي مرګ ژوبله بې انتها زیاته شوې چې

څلور ورځې وړاندې یوناما هم دډېرې مرګ ژوبلې پړه په ګډو ځواکونو ورواچوله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button