د سولې عالي شوری رئیس کریم خلیلي هم په لویه جرګه کې ګډون نه کوي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۷ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
په لویه مشورتي جرګه کې د سولې عالي شوری د رئیس کریم خلیلي د نه ګډون خبر ورکړل شوی دی.
د کریم خلیلي د ګوند یوې سرچینې کابل نیوز ته ویلي چې د دوی ګوند په لویه مشورتي جرګه کې د ګډون پلان نلري.
د سرچینې په وینا چې کریم خلیلي له هیواده بهر بل هیواد ته تللی دی.
په لویه جرګه کې د کریم خلیلي د نه ګډون خبر په داسې حال کې رسنیز کیږي چې د سولې عالي شوری مرستیال عزیزالله دین محمد هم په لویه جرګه کې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.
تر دې وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو مخښکو نوماندانو هم د ولسمشر غني لخوا لویه مشورتي جرګه جوړول د نوموړي کمپایني هڅه وبلله او د نه کډون پرېکړه یې وکړه.
د دوی په وینا چې داسې مشورتي لویه جرګه به ملت ته کومه ګټه ونه رسوي.
په ورته وخت کې نن ولسمشر غني عبدالرب رسول سیاف ته هم کور ته ورغلی وو او د لویې جرګې په اړه یې بحث ورسره کړی وو.



