متقاعد افسر مایکل سمېټ: افغان جګړه نظامي حل نلري

کابل ټکی کام ( شنبه، ۷ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
امریکايي متقاعد افسر مایکل سمېټ واشنګټن پوسټ ته په یوه اوږده مقاله کې لیکلي چې د افغانستان جګړه نظامي حل نلري، بلکه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده.
دده په خبره د امریکا ستره تېروتنه دا ده، چې په افغانستان کې د غرب په څېر ولسواکي یا دیموکراسي غواړي نو دغه نظام یوازې له سیاسي لارو راتللی شي.
هغه د سولې روانو خبرو ته هم په ښه سترګه ګوري او هیله لري چې امریکا وکړای شي له طالبانو سره یوې پایلې ته ورسېږي. دده په خبره څومره چې سیاسي خبرې قوت مومي دومره د افغانستان د جګړې شدت راکمېږي او ددې احتمال زیاتېږي چې دغه هېواد ته دایمي ثبات را وګرځي.
مایکل دمګړی د یوه نظامي انستیتوت رییس دی او وایي د امریکا حکومت ته په کار ده، چې اوس خپلو ديپلوماتانو ته ډېر واک ورکړي او ددوی په مټو له سیاسي لارو افغان ناورین پای ته ورسوي.
یاده دې وي چې اویا سلنه امریکايي وګړي ورته څرګندونې کوي، اودخپلو ځواکونو عاجل وتل غواړي.
امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دافغانستان جګړه یوه تېروتنه بولي، اوژر تر ژره دیوې سیاسي هوکړې سپارښتنه کوي.



