پخواني ولسمشر حامد کرزي دلویې جرګې دځنډ غوښتنه کړې

کابل ټکی کام ( شنبه، ۷ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دهېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغې مشورتي لویې جرګې د ځنډولو غوښتنه کړې چې افغان حکومت غواړي روانه اونۍ یې پلازمېنه کابل کې راوبولي.
ښاغلی کرزی وايي، اندېښنه یې دا ده چې دغه جرګه د سولې خبرو د روان بهیر د ځنډ او خنډ لامل نه شي.
په هغه اعلامیه کې چې د ښاغلي کرزي پر فېسبوکپاڼه خپره شوې ویل شوي، چې د راتلونکي جرګې په تړاو په خپله حکومت کې دننه او په ملي کچه اجماع نه شته ځکه یې دی ګټوره نه بولي.
ښاغلی کرزی وايي:
ما د یوه افغان په حیث تل ملي اجماع ته د رسېدو لپاره د دودیزو او مشورتي جرګو پر اهیمت ټينګار کړی، خو د یو شمېر دلایلو له کبله هغه مشورتي لویه جرګه چې حکومت یې روانه اوونۍ غواړي، په اوسنیو شرایطو کې د خلګو په ګټه نه بولم.
له دې مخکې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم پالنې ټاکنیز ټیم ویلي وو چې د سولې په اړه جوړیدونکې مشورتي جرګې کې ګډون نه کوي.
د دوی له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه له دوی سره د ګوندونو د استازو په توګه او یا هم په حکومتي کچه سلا مشوره نه ده شوې.
بل لور ته د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې هم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم پالنې ټاکنیز ټیم په څېر د سولې په اړه جوړېدونکې مشورتي جرګې کې له ګډون کولو انکار کړی.
د ښاغلي اتمر ټاکنیز ټیم د وري پر ۲۶مه، یوه خبرپاڼه کې ویلي و، د جوړېدونکې مشورتي لویې جرګې په اړه ‘ژوره اندېښنه’ لري او دا د حکومت له خوا یوه ‘سفارشي’ لویه جرګه بولي.
افغان حکومت دې جرګه کې وسله والو طالبانو ته هم بلنه ورکړې وه د هغوی د امنیتي ضمانت ته یې هم غاړه ایښې وه، خو طالبانوهم په دې جرګه کې له ګډونه انکار کړی، اوداجرګه یې یوه حکومتي جرګه کڼلې.
طالبانو زیاته کړې،دوی له خپلو وطنوالو هم غواړي چې دې حساسه تاریخي مرحله کې د دوښمن د دسیسو ښکار نه شي او دې نمایشي جرګه کې ګډون ونه کړي.
خوحکومت دلویې جرګې لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیولي، او دیوې ونۍ لپاره یې دکابل دښار رخصتي هم اعلان کړې، داچې ټول سیاسیون او وتلي اشخاص له راتلونکې جرګې سره مخالفت وښود، اودایې بې ګټې وبلله، سوال دادی چې حکومت به اوس هم دتیرپشان هماغسې په خپل سر هرڅه وکړي که نا، دابه وخت ثابته کړي.



