واشنګټن ټایمز: د ليرې پرتو سيمو تلفات او پيښې پټې ساتل کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۹)
امريکايۍ واشنګټن ټايمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې ليکلي، په افغانستان کې جګړه تر هغې ډيره خونړۍ ده چې په رسنيو کې ښودل کیږي.
مطلب زياتوي، د افغانستان جګړه د امریکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده، خونړې او ډير لګښت لرونکې ده.
واشنټګن ټايمز ليکي، په افغانستان کې د ليرې پرتو سيمو پيښې او تلفات پټ ساتل کيږي زياتوي هغه چې امریکايي ځواکونه، افغان حکومت یا پلټونکې ادارې يې اعلانوي تر هغې ډير زيات رامنځته کيږي.
په مطلب کې راغلي، له اتلس کاله جګړې وروسته د سياسي لارو د دغه جګړې د ختمولو هلې ځلې د امریکا ښه ګام دی زياتوي دغه هيواد کې د جګړې ختمولو یوازينۍ لاره سياسي حل دی چې بايد نور يوې پايلې ته ورسول شي.
په وروستيو کې په امريکا کې د افغانستان له جګړې سره مخالفت زيات شوی چې ډيری امريکايي چارواکي، سياستوال او عام امريکايان په افغانستان د امريکا د جګړې ختمول او له دغه هيواده د خپلو ځواکونو ايستل غواړي.



