فارياب : د چاپې پر مهال جګړه کې درې امریکايي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۹)

د فارياب ولايت په خواجه موسی ولسوالۍ کې د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ نښته شوې چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، ګډو ځواکونو غوښتل د يادې ولسوالۍ مرکز ته څيرمه سيمه کې شپني عمليات وکړي چې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

د احمدي په وينا، طالبانو د چاپې له عسکرو سره جګړه کړې چې په ترڅ کې يې درې امریکايي او يو کومانډو عسکر وژل شوی، دوه تنه نور کومانډويان ټپيان شوي دي.

نوموړی په دغه جګړه کې د یوه طالب  وژل کيدو او دوو تنو نورو د ټپي کيدو خبر هم ورکړی دی زياتوي ګډ ځواکونو تر تلفاتو ليدو وروسته په خورا بد حالت کې سيمه پريښې او تښتيدلي دي.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو د امریکايي عسکرو د وژل کیدو په اړه څه نه دي ويلي.

د فارياب څخه امنیتي چارواکي هم مني، چې د تيرې شپې په عملياتو کې له طالبانو سره درنه جګړه شوې چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده خو په دې اړه يې ډير جزيات نه دي ورکړي.

وخت ناوخت د ګډو ځواکونو شپني عمليات د طالبانو له سخت وسله وال غبرګون یا کمین سره مخ کيږي چې د ځانګړو ځواکونو تر څنګ پکې بهرنيانو ته هم مرګ ژوبله اوړي خو بهرني ځواکونه په ورته ډول پيښو  کې خپل تلفات پټ ساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button