بلخ: طالبانو یوه پوځي قرارګاه نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۹)

د بلخ ولايت په خاص بلخ ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر يوه قرارګاه بريد کړی چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينې وايي، دغه بريد تيره شپه د يادې ولسوالۍ په شرشرک سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوه ګډه قرارګاه ترسره شوی دی.

د سرچينې په وينا، په غه بريد کې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو  د کره تلفاتو په اړه يې نور جزيات ورنکړل.

طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې د بريد مسؤليت منلی وايي، یاده قرارګاه يې نيولې او پکې يوولس عسکر وژل شوي، پنځه نور ټپيان دي او نورو خپل مرکز پريښی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د قرارګاه يو ټانګ، شپږ ميله سپکه او درنه وسله او په زياته اندازه مهماتو هم  د طالبانو لاسته ورغلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button