(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۰)
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤولين وايي، کابل ښار ته د ننوتلو دروازې د سوداګرۍ مالونو پر مخ تړل شوي چې سوداګرو ته يې په ميلیونونه ډالره زيان اړولی دی.
د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د یادې جرګې په جوړيدو سره سوداګرو ته ميليونونه ډالره زيان اوښتی او ښايي نور هم سوداګر هم زيانمن شي.
د سوداګرۍ خونې ویاند جان اقا نويد وايي، د سوداګرۍ مالونو باندې د کابل دروازو تړلو سره نه یوازې سوداګر زيانمن شوي بلکې په وينا يې په کابل ښار کې د توکو نرخونه هم دوه برابره زيات شوي دي.
نوموړی وايي، په تجارتي مالونو بار له دوه زره زياتې لارې چې په ميليونونه ډالره توکي بار دي د کابل په دروازو کې بندې پاتې دي او ښار ته د داخليدو اجازه نه ورکول کيږي.
د ښاغلي نويد په وينا، په دغه موټرو کې تازه ميوې او سبزیجات هم شته چې له ښاره بهر ولاړ دي او يا په کابل ښار تيريږي نورو ښارونو ته وړل کيږي ټول بند پاتې دي چې امکان لري له يوې مخې خراب شي.
هغه وويل، د دغه لاريو ودرول سوداګرو او عامو خلکو ته زيان دی او له حکومت يې غوښتنه وکړه چې د کابل دروازې د سوداګريزو مالونو پر مخ پرانيزي څو سوداګرو ته لا زيات مالي زيانونه وانوړي.
د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې کابل ښار ته د د داخلیدو او وتلو ټولې لارې د لویو بار وړونکو موټرو پر مخ د يوې اوونۍ لپاره تړل شوي دي.
دوی وايي، دا کار يې د لویې مشورتي جرګې د امنیت په موخه ترسره کړی دی.


















