حسن روحاني: امریکا به ارو مرو په ګونډو کوو

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د ایران ولسمشر حسن روحاني یو ځل بیا د امریکا د وروستیو اقداماتو په اړه له غصې ډکې څرګندونې کړي دي.
روحاني ویلي، امریکا به پرینږدو چې په ایران کې خپل شوم پلانونه عملي کړي.
دی وایي، امریکا به خامخا په ګونډو کوو.
حسن روحاني چې د کارګرو د ورځې په مناسبت یې جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله وویل، د امریکا لخوا په ایران وروستي بندیزونه ظالمانه او غیر قانوني دي.
امریکا په دې وروستیو کې په ایران اقتصادي بندیزونه زیات کړي دي.
روحاني دې فشارونو او بندیزونو ته په اشارې سره ویلي چې امریکا به ورته ګوري او ایران به د نفتو صادراتو ته همداسې دوام ورکوي.
د روحاني په خبره چې امریکا که په ایران یوه دروازه وتړي، د دوی مخته نورې دروازې هم خلاصې دي.
د ایران او امریکا ترمنځ په دې وروستیو کې کړکیچ زیات شوی او په اړیکو کې یې خړپړوالی راغلی دی.
دا هر څه وروسته له هغه پیښ شول چې امریکا د ایران سپاه پاسداران ډله په تور لیست کې شامله کړه او همدا رنګه یې د ایران د تیلو په صادراتو هم بندیز ولګاوه.



