ننګرهار کې د ۲۲ داعش وسله والو د وژلو ادعا

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۰)

د ننګرهار ولايتي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال دوه ويشت داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر له خوا په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، چې دغه عمليات تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط د زاوې په سيمه کې د ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د عملياتو پر مهال د داشع وسله والو څلور مرکزونه له منځه وړل شوي او د داعش سره د اړيکو په تور دوه تنه نيول شوي دي.

داعش له تيرو څو کلونو راهيسې په ننګرهار کې له طالبانو سره جګړه پر مخ وړي او ډیری هغه سيمې چې پخوا د طالبانو سره وې په وروستيو کې داعش وسله والو حکومت ته پريښي او ډير کله د طالبانو تر حاکميت لاندې سيمو کې بریدونه کوي چې ډير زيان يې ملکي خلک ګالي.

که څه هم حکومت وخت ناوخت پر داعش وسله والو د عملياتو او هغوی ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي خو د دغه ولايت ځينې پخواني وکيلان  او د سيمې اوسيدونکي حکومت د داعش سره په مرسته کولو تورنوي.

د ځايي اوسيدونکو په وينا، څو ځلې داسې پيښې رامنځته شوي چې طالبان د داعش په مرکزونو عملياتو او بريدونو ته امادګي ونيسي خو کله چې يې عمليات کاميابيږي نو د بهرنيانو او دولت د هوايي ځواک له خوا تر بريدونو لاندې نيول کيږي.

له تيرو څو ورځو راهيسې داعش وسله الو د خوګياڼو ولسوالۍ په زاوه  او وډيسار سيمو کې بريدونه کړي چې له کبله يې لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button