برایان هوک ملګرو ملتونو ته د ایران دسرغړونو په اړه معلومات ورکوي

کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۱۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

دامریکا اوایران تر سختو اختلافاتو اوبندیزونو وروسته، تمه ده د ایران لپاره د امریکاځانګړی استازی برایان هوک نن د ملګرو ملتونو مقر ته ورشي او د امنیت شورا له دایمي غړو سره د ایران په اړه خپل معلومات شریک کړي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، برایان هوک به نن خپلو لیدنو ته دوام ورکړي. ویل کېږي چې د ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی به د ایران د مسوول ګڼلو پر اهمیت خبرې وکړي چې د بالسټیک توغندیو په جوړولو او ازمویلو سره یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه کړې ده.

هوک په داسې حال کې د امریکا پالیسي توضیح کوي چي واشنګټن پر تهران د فشار د زیاتولو هڅه کوي خو ایران یې تر اوسه کلک مقاومت کړی دی.

ایران اوشمالي کوریا دامریکا هغه دوه سرسخت مخالف هېوادونه دي چې ترډېره دامریکا خلاف سخت دریزلري، او پرخلاف یې کلک مقاومت کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button