ډیورنډ ته څېرمه په یوبریدکې لس پاکستاني پوځیانوته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۱۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

ډیورنډ ته څېرمه پاکستاني پوځیانو او وسلوالو نښته کړې، د پاکستان پوځ ویلي چې له افغانستان سره پر پوله په یوه نښته کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

 د پوځ په وینا دا نښته د شمالي وزیرستان په لواړه سیمه کې رامنځته شوې ده.

 د پوځي چارواکو په خبره تر ۶۰ ډېرو وسله والو د افغانستان له لورې پر هغو پوځیانو برید کړی دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اغزن تار لګوي.

 پوځ په ځوابي برید کې څو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې، خو کره شمېر یې ندی په ډاګه کړی.

 پر پاکستاني پوځیانو د یاد برید پړه د حزب الاحرار په نامه یوې ډلې پر غاړه اخیستې ده.

وخت ناوخت دپاکستان په قبائیلي سیموکې دپاکستاني پوځیانو سره ورته پیښې رامینځته کیږي چې پړه یې پاکستانۍ وسلوالې ډلې پر غاړه اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button