پومپیو: دویزویلا دکړکېچ ختمولو لپاره داړتیا په وخت کې پوځي اقدام کوو

کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۱۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي د وینزویلا د روان کړکېچ ختمولو لپاره که اړتیا پېښه شوه پوځي اقدام به وکړي.

هغه دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې هلته لا هم د مخالف سیاستوال خوان ګوایدو پلویان د حکومت د پرځولو هڅې کوي.

 ګوایدو پرون پر پوځيانو غږ کړی چې نظام نسکور کړي. پومپیو له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، هېواد یې غواړي په ونزویلا کې واک په سوله ایز ډول انتقال شي خو په خبره یې که اړتیا یې وي ممکن پوځي اقدام هم وکړي.

 نوموړي تېره ورځ هم پر ټویټر لیکلي، امریکا د ونزویلا د خلکو د ازادۍ د هڅو پوره ننګه کوي او د هغه چا ملاتړ به وکړي چې دوی یې په حقه بولي.

په ورته وخت کې د اسوشیتدپرس اژانس د راپور له مخې د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین هم د ونزویلا د روانو حالاتو په اړه له خپل امنیتي ټیم سره مشوره کړې ده.

دالا مالومه نده چې د وینزویلا په داخلي چارو کې دامریکا مداخله صادقه، او که بل اړخ لري؟

وینزویلا هم تراوسه په دې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button