دغزني ډېری وګړي په حکومتي محاکمو کې دفساد له امله خپلې فیصلې په طالبانوحلوي

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۱۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د غزني ولایت اوسېدونکي، مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي وايي، د پخوا په پرتله په اوس وخت کې زیات خلک خپلې قضیې د دولتي محاکمو پرځای پر وسله‌والو طالبانو حلوي.

دوی د دغه کار د زیاتوالي لامل په ډېری ولسوالیو کې د محکمو نه‌شتون او په دولتي محکمو کې لوړ فساد یادوي.

دوو تنو سیف‌الله او عبدالرحیم په‌دې اړه وویل:

“د غزني په ټولو پښتون مېشتو ولسوالیو کې له نظامي ادارو پرته دولتي ټولې ادارې فلج دي، محکمې نه‌شته، بله دا چې د غزني په دولتي محکمو کې فساد اوج ته رسیدلی، خلک مجبور دي چې د وسله‌والو طالبانو محکمو ته لاړ شي.”

د غزني د ولایتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال بیا د دغه کار لامل د دولتي محکمو په ناحقه پرېکړو، زیات فساد او د دوسیو په ځنډولو پورې تړي.

ښاغلي جامرادوال په‌دې اړه وویل:

“دغه لامل دی چې دطالبانو محکمو ته د خلکو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي. “

بل لورته د غزني چارواکي د خلکو او ولایتي شورا د غړو دغه اندېښنې بې ځایه بولي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي: په‌دې کې شک نه‌شته چې دولتي محکمې دې له فساده خالي وي، خو بیا هم خلک ټولې لوېې قضیې دولتي محکمو ته وړي او ځینې وړې ستونزې په وسله‌والو طالبانو او قومي مخورو خلاصوي.

یاده دې وي چې تردې وړاندې هم یوشمېر سمییزو اونړیوالو رسنیو ورته راپورونه خپاره کړل، اوعمده لامل یې په دولتي محکمو کې فساد، او د دوسیو ځنډ یاد کړی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button