اې زړه راته راتېرو سپېڅلو او د ځمکې ځلانده ستورو علماؤ!

لیکنه: میکائیل سنګري

ستاسې مقام هغه څوک پېژندلی شي چاته چې الله تعالی ښودنه کړې وي او هغه څوک يې نه شي پېژندلی چې الله تعالی ورته نه وي ښودلي.

 دا مشورتي غونډې ستاسو کار دی او تاسې د اولس رښتیني استازي او رښتیني امامان یاست، د سیاسي نظام بنسټ ايښودونکي سردار دوجهان محمد رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم – وارثین یاست نو سیاست به خلک له تاسو زده کوي او د خلکو د شخړو حل کوونکي به تاسې ياست.

خو هزار بار افسوس … ستاسې ځای نن هغه چا نیولی دی چې هغه ناقص العقل والدین دي،  خو دا د قیامت له علامو څخه یوه علامه ده، چې کار به نا اهلو ته سپارل کېږي.

دا خو ۳۰۰۰/۲۰۰۰زره جمعه شوي که یو ملیون جمعه شي او ستاسو شتون پکې نه وي، مشکلات به زیات کړي او حل به يې نه کړي.

زما په اند په اوسنيو شرایطو کې تش په نوم د سولې جرګې جوړول، په اصل کې د سولې په اړه د رښتينو هڅو مخه نیول او د خلکو پام ترې اړول دي، موږ باید د سولې د هڅو ملاتړ وکړو، هغه که هر چېرې او د هرچا له لوري وي.

دا چې په افغانستان کې د روان جنګ لامل د خارجیانو شتون دی، نو بايد بهرني ځواکونه د خبرو له لارې وهڅول شي ترڅو له افغانستان څخه ووځي، او طالبان مطمئن شي چې فضاء خپلمنځی خبروته عیاره ده، بيا به حتمي خپلمنځي مسائل تر څېړنې لاندې ونیول شي او د سولې هلې ځلې به هم ښه پایله ولري.

په پای کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د وروستيو مذاکرتو په اړه دعاء کوم چې الله تعالی يې په برياليتوب سره د ولس او هیواد د سوکالۍ سبب وګرځوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button