ننګرهار او غزني: د ګډو ځواکونو عملياتو کې مالي او ځآني زيانونه اوښتي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۴)
د ننګرهار ولايت په خوګياڼيو او د غزني په زنخان ولسواليو کې یو ځل بيا ګډو ځواکونو عمليات کړي چې ملکی خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
دغه عمليات تيره شپه د خوګياڼو په قيلغو او احمدخيلو سيمو کې ترسره شوي چې د ځايي اوسيدونکو په وينا په ترڅ کې يې د (لالا ګل، ضابط خان او ضياء جان) په نومونو ده بزګران او یو عام کس په شهادت رسولي دي.
د سيمې اوسيدونکي وايي، عملياتي عسکرو د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړي او خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي، د خلکو له کورونو يې قيمتي مالونه او پيسې هم وړي دي.
دغه راز په یوه بل خبر کې ويل کيږي چې د غزني، زنه خان ولسوالۍ کې هم ګډو ځواکونو د خلکو د کورونو دروازې ماتې کړي ، یو مسجد او یوه ديني مدرسه يې په بشپړه توګه ويجاړ کړي دي.
دغه عمليات د يادې ولسوالۍ مربوط په کلاه سبزي سيمه کې ترسره شوي دي.
د زنه خان ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، د عملياتو پر مهال عسکرو د یادې ولسوالۍ د بازار د ګڼو دوکانونو دروزاې ماتې کړي او قيمتي مالونه يې ترې وړي دي.
له تيرو څو مياشتو راهيسې په ملکي ميشت ځآيونو د ګډو ځواکونو له خوا شپني عمليات کيږي چې تر ډيره پکې عامه ځايونه، کورونه، مدرسې، مسجدونه ویجاړيږي او عامو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي.
تيره ورځ د سولې مشورتي جرګې په نوم غونډه پای ته ورسيده چې د ګڼو خلکو له نيوکو سره مخ شوه په وينا يې په دغه جرګه کې د شپنيو عملياتو او پکې د پيښېدونکو زيانونه په اړه هيڅ یادونه ونه شوه.



