غزني: د هاوان مرمۍ لګیدو له امله ۵ تنه وژل شوي

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګیدو له امله ۵ تنه بیګناه افغانان وژل شوي دي.

دا پیښه تیره شپهد د اندړو ولسوالۍ په نیاز سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیمې خلک بیا وايي چې مرګ ژوبله د ګډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال هوایي برید رامنځته کړې ده.

دوی وایي چې ۸ کسان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دی.

د غزني د والي ویاند عارف نوري پیښه تائیدوي خو وایي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو د جګړې پر مهال هاوان توغول شوی او مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.

د نوري په وینا چې تر اوسه لا مالومه نه ده چې هاوان د چا له لوري توغول شوی خو د پلټنو یادونه یې کړې ده.

دېته ورته پیښې ډیری وخت د امنیتي ځواکونو لخوا د بې هدف فایرونو له امله رامنځته کیږي.

څو اونۍ مخکې هم په همدې ولایت کې د امنیتي ځواکونو لخوا توغول شوی هاوان د ملا نوح بابا په لیسه ولګید چې ۲۱ تنو ماشومانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو لخوا په شپنیو عملیاتو کې زیات وخت ملکیانو ته تلفات اوړي خو حکومت یې تر اوسه په ضد کوم اقدام نه دی ترسره کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button