کندهار: د طالبانو بريدونو کې پنځه ويشت عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۵)
د کندهار ولايت په دوو بيلابیلو ولسواليو کې د دولتي ځواکونو په پوځي مرکزونو بريدونه شوي چې د طالبانو په وينا پنځه ويشت عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب وياند یوسف احمدي کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې طالبانو تيره شپه د تخته پل ولسوالۍ په حاجي نيکه پوسته بريد کړی په ترڅ کې يې نهه عسکر وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
په دغه جګړه کې د یادې پوستې د قومندان (ملک) او د هغه مرستيال هم وژل شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو تيره شبه د ميوند ولسوالۍ په کلانکيچي سيمه کې هم پر يوه پوسته بريد کړی چې لس تنه عسکر پکې وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، له دولتي عسکرو يې یو ټانګ، درې موټرسيکلونه او په زياته اندازه مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم د دغه ولايت د والي وياند عزيزاحمد عزيزي په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر يوې پوستې د بريد خبر ورکړی و چې په وينا يې درې پوليس پکې وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
له دغه بريد وروسته پرون د کندهار امنيه قومندان تادين خان د یاد بريد په غبرګون کې وويل چې نور بايد په طالبانو ترحم ونه شي.



