بغلان: په امنيه قومندانۍ له موټربم بريد وروسته جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۵)
د بغلان سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په امنيه قومندانۍ لومړی لويه موټربم حمله شوې او وروسته د امنيه قومندانۍ ودانۍ ته وسله وال داخل شوي چې جګړه روانه ده.
د بغلان د ولايتي شورا غړی اسدالله شهباز وايي، چاودنه د امنيې قومندانۍ په دروازه کې شوې او دا مهال د امنيې قومندانۍ له داخل څخه د ډزو غږونه اوريدل کيږي.
طالبانو د بريد مسؤوليت په غاړه اخيستی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه د پيښې د ځای انځور خپور کړی وايي، دغه چاودنه د هاموي ټانګ په وسيله د امنيې قومندانۍ په منځ کې شوې.
نوموړی وايي، سرتيري بريد کوونکي ته په هاموي ټانګ کې په زياته اندازه چاوديدونکي توکي بار شوي و چې د امنيې قومندانۍ په منځ کې يې چاودنه ورکړې ده.
ويل کيږي، د چاودنې له کبله د امنيې قومندانۍ زياته برخه ويجاړه شوې او عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.



