ذبیح الله مجاهد غزني کې د طالبانو د وژل کيدو ادعا رد کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۵)
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې په غزني ولايت کې يې د تيرو څلورويشتونو ساعتونو په موده کې دوه پنځوس طالبان وژلي دي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د غزني، په ده یک، قره باغ او اندړو ولسواليو کې د کومانډو ځواکونو په عملياتو او هوايي بريدونو کې وژل شوي دي چې دوه پکې د ابوخالد او سرحدي په نومونو د طالبانو مهم قومندانان هم شامل دي.
طالبانو د دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې او وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: دښمن په دغه ډول افواهاتو خپرولو غواړي خلکو ته تشويش پيدا کړي.
د ښاغلي مجاهد په وينا، په غزني کې څو ځايه په ملکي خلکو چاپې وهل شوي خو طالبانو ته پکې زيان نه دی رسيدلی.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ د دغه ولايت له ده یک ولسوالۍ څخه راپورونه ورکړل شول چې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې يوولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په وروستيو کې د ګډو ځواکونو شپنيو عمليات زيات شوي چې د هيواد په بيلابيلو سيمو کې يې ترسره کوي او د طالبانو په نوم ملکي وګړي هدف ګرځوي.
وړمه ورځ هم د ننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ مربوط د قيلغو احمدخيلو سيمه کې د ګډو ځواکونو عملياتو کې درې تنه ملکيان وژل شوی و چې دوه يې بزګران او یو عام کس و.



