کابل ټکی کام (یک شنبه، ۱۵ غوایي، ۱۳۹۸ل)
ولسمشر اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په بلنه پاکستان ته ځي.
ولسمشر غني له عمران خان سره د تلفون په کرښه غږیدلی او د افغان سولې په اړه یې خبرې سره کړي دي.
ارګ ویلي چې عمران خان ولسمشر غني ته بلنه ورکړې چې پاکستان ته دې یو سفر وکړي.
ولسمشر غني د عمران خان دعوت منلی او اسلام اباد ته د تګ پرېکړه یې کړې ده.
تر اوسه لا مالومه نه ده چې ولسمشر غني به څه وخت پاکستان ته سفر وکړي خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې په یو مناسب وخت کې به ولسمشر غني پاکستان ته ولاړ شي.
ولسمشر غني په داسې حال کې له عمران خان سره تلفوني اړیکه نیولې او هلته یې د ورتګ بلنه منلې چې په دوحه کې د طالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.


















