پومپیو: دشمالي کوریا او امریکا لانجه دخبرو له لارې حلېدای شي

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۱۶ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دشمالي کوریا تر وروستیو ازموینو وروسته امریکا غبرګون ښودلی، خو داغبرګون دپخوا پشان بدماشانه نه، بلکه عاجزانه ښکاري.
نن دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، د شمالي کوریا له وروستیو راکټي ازموینو سره سره اوس هم له دې هېواد سره امریکا د اټومي خبرو د پرمختګ لار ویني. پومپیو ویلي، ډېر ډاډمن دی او پوهېږي چې د شمالي کوریا د غیر اټومي کولو لار اوږده او له لوړو ژورو سره مخ، خو ناممکنه نه ده.
د شمالي کوریا رسنیو راپور ورکړی چې شمالي کوریا د تېرې شنبې په ورځ د یو راکټ او څو ډوله نورو وسلو ازموینه کړې ده.
امریکا په ټوله نړۍ کې ددوو هېوادونو، ایران اوشمالي کوریا رقابت پالي، اوهمېش غواړي چې له لوړو بندیزونو سره یې مخامخ کړي، څو ورځې وړاندې دایران سپاه پاسدارن ډله دامریکا په غوښتنه دملګرو ملتونو په تور لیست کې داخله شوه، چې ایراني چارواکو توند غبرګون ښکاره کړ.
خو داسي ښکاري چې امریکا دشمالي کوریا خلاف خپله بدماشي په عاجزي بدلوي.



