بغلان: د امنيې قومندان او امنيت امر له دندو ګوښه شول

بغلان
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۷)
 
د بغلان پر امنيه قومندانۍ د طالبانو له بريد وروسته د امنيې قومندان او د امنيت آمر له دندو ګوښه او پر ځای يې نوي کسان ګمارل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت تيره ورځ د نوي امنيه قومندان د پيژندنې مراسمو پر مهال ويلي چې د دولتي ځواکونو د وسلو پلورنکو سره قانوني جلند وشي.
طالبانو د بغلان پر امنيه قومندانۍ په چاودنه کې له هاموي ټانګ استفاده کړې ده چې له کبله يې امنيه قومندانۍ ودانۍ ویجاړه او لسګونه پوليس افسرانو او عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه هاموي ټانګ په طالبانو پلورل شوی و که له مخکې طالبانو په جګړه کې نيولی و.
طالبانو د هيواد په بیلابيلو ولايتونو کې له عسکرو سلګونه دولتي وسایط، ټانګونه او رينجر موټر نيولي دي چې وخت ناوخت يې په ورته ډول عملياتو کې کاروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button