طالبانو اووه پوستې نيولي؛ ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۷)
طالبانو د ميدان وردګو، تخار او غزني ولايتونو کې د دلتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي چې د ځايي سرچينو په وينا ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژبله اوښتې ده.
طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د میدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې يې څلور، او سيدا اباد ولسوالۍ کيې دوه پوستې نيولي چې د جګړې په ترڅ کې دي څلويښت عسکر وژل شوي، څلور ژوندي نيول شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د يادو نښتو په پايله کې د وژل شويو عسکرو پنځه ويشت ميله بيلابيل ډوله وسله، یو هاموي ټانګ په سيدا اباد کې د طالبانو لاسته ورغلي او دغه راز ديارلس ميله وسله او په زياته اندازه مهمات يې په سيدا اباد کې نيولي دي.
تر اوه د دغه ولايت چارواکو په رسمي ډول پوليسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو د ميدان وردګو ولايت د امنيې قومندانۍ یوه سرچينه وايي، په یادو ولسواليو کې عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دا مهال ولايت ته د وژل شويو عسکرو د جسدونو په ليږدولو بوخت دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په یاده خبرپاڼه کې ويلي، چې د تخار په خواجه بهاوالدين او د غزني په مقر کې طالبانو پر عسکرو بريد کړی چې په دواړو سيمو کې د بريدونو پر مهال شل عسکر وژل شوي او ځينې نور ټپيان دي.
شاوخوا یوه نيمه مياشت کيږي چې طالبانو د (الفتح) په نوم پسرلني عمليات پيل کړي او تر دې مهاله يې د هيواد په بیلابيلو سيمو کې له دولتي عسکرو زياتې سيمې، قرارګاوې او پوستې نيولي، چې پر مهال يې سلګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او او د هغوی سلګونه ميله وسلې د طالبانو لاسونو ته لويدلي دي.



