کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۷ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
الله تعالی د روژې فريضه د دې لپاره رالېږلې ده چې مسلمانان د الله تعالی امر ومني، او پرهېزګاره شي.
الله تعالی فرمايې: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴾ [سورة البقرة: ۱۸۳] ای مؤمنانو ! په تاسو باندې روژه فرض کړل شوې ده لکه څرنګه چې ستاسو څخه په مخکينيو امتونو فرض کړل شوې وه، د دې لپاره چې تاسې پرهېزګاره شئ.
د روژې ديني ګټې ډېرې زياتې دي، چې يو له هغې څخه پرهيزګاري ده، يا د انسان خواهشات کنټرولوي، او له دې څخه زياتې نورې ګټې هم لري خو اوس د روژې روغتيايې ګټې بيانوو.
اوسني طب دا معلومه کړې ده چې انسان روژې ته دومره اړتيا لري لکه څومره چې تنفس، حرکت،خوراک او څښاک ته اړتيا لري، لکه څرنګه چې انسان له خوراک يا څښاک او يا حرکت څخه منع شي نو ناروغه کېږي، همدارنګه که يو تن روژه ونه نيسي نو له ناروغۍ سره به مخ شي، روژه د انسان زړې او د ضرورت څخه زياتې حجرې له منځه وړي، او د هغې په ځای نورې نوې حجرې منځ ته راځي.
د روژې له برکتونو څخه يوه دا هم ده چې روژه د زياتو ناروغيو مخنيوی کوي، او انسان ته روغتيا بښي، او هغه خلک چې په اسلام باندې دا اعتراض کوي چې روژه انساني قوت له منځه وړي، هغوی دا خبرې له ځانه کوي، بلکې اوسني طب دا ثابته کړې ده چې د زياتو ناروغيو علاج په روژې سره سرته رسېږي، په لاندې توګه د روژې ځينې روغتيايې ګټې بيانوو:
۱/ د انساني بدن له پړسوب څخه ژغوري:
روژه د انساني بدن بې کاره او کمزورې حجرې له منځه وړي ، کله چې انسان وږی شي نو داخلي سيستمونه په حرکت راشي او د ولږې له منځه وړلو لپاره هغه کمزوري حجرې له منځه وړي، په دې سره انسان د راحت احساس کوي، او انسان ته بېرته قوت را ګرځوي، همدارنګه د بدن هغه غړی چې ناروغه وي د روژې سره يې حجرې بدليږي، همدارنګه روژه د انسان بدن له زياتره رسوباتو څخه ژغوري، د انسان په بدن کې کلسيمي او غوړ رسوبات له منځه وړي.
۲/ له شوګر څخه انسان ساتي:
روژه د انسان شوګر کموي، چې په دې سره د پانکراس غده آرام اخلي، د پانکراس غده د انسولين ماده ترشح کوي، کله چې انسان خواږه وخوري نو د دې مادې په واسطه په نشوياتو بدلېږي، همدارنګه په نسجونو کې غوړ مواد ذخيره کوي، کله چې خواړه د ترشح شوي انسولينو څخه زيات شي، نو پانکراس د ستړتيا احساس کوي، او له خپلې وظيفې څخه عاجزه کيږي، په دې توګه په وينه کې شوګر زياتېږي، او په دې توګه په بدن کې د شوګر اندازه زياتېږي تر دې چې انسان د شوګر په ناروغۍ اخته شي.
ډاګټران هم د شوګر ناروغ ته د لس ساعتونو لپاره د خوراک او څښاک بندولو وصيت کوي، بيا له هغې وروسته ناروغ لږ خوراک کوي، او دغه عمليه به درې هفتو پورې پوره کوي، چې دې عمليې ډېر ښه پايلې او نتيجې ورکړي دي، او د شوګر په کنټرولو کې يې پوره برخه اخيستې ده.


















