لغمان: د الینګار ولسوالۍ امنيه قومندان ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۷)
د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د امنيې قومندان نن لس بجې د سړک غاړې چاودنه کې وژل شوی دی.
د لغمان د والي وياند یاده پيښه تاييدوي په وينا، د الینګار ولسوالۍ د امنيې پر قومندان ډګروال سید عارف سادات باندې د دغه ولسوالۍ مربوط په مسکين اباد سيمه کې چاودنه شوې چې د نوموړي په شمول د هغه دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.
د ولسوال په وينا، په پيښه کې د امنیې قومندانۍ اړوند درې عسکر ټپيان دي چې دا مهال تر تداوۍ لاندې دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤوليت چا نه دی اخيستی خو د لغمان او په ځانګړي ډول د الینګار په زياته برخه خاوره طالبان واکمن دي چې وخت ناوخت په دولتي ځواکونو او چارواکو وسله وال بريدونه او چاودنې ترسره کوي.


