پاکستان: لاهور ښار کې د پوليسو په شمول ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۸)
د پاکستان پنجاب ایالت په لاهور ښار کې چاودنه شوې چې د ځايي راپورونو له مخې د پوليسو په شمول نهه ويشت کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پنجاب امنيتي چارواکي وايي، چاودنه په لاهور کې د داتا مزار مخې ته د پوليسو یوه موټر ته نږدې رامنځته شوې ده.
د لاهور د پوليسو مشر اشفاق احمد خان وايي، په چاودنه کې د درې پوليسو په شمول پنځه تنه وژل شوي او څلورويشت نور ټپيان دي.
روغتيايي مسؤولين وايي، په ټپيانو کې د اتو تنو روغتيايي حالت نازک دي.
د وي او ای ډيوه راډيو د راپور له مخې، د دغه چاودنې مسؤوليت د (حزب الاحرار) په نوم ډلې په غاړه اخيستې او وياند يې ډاکټر عزیز یوسفزي ويلي چې چاودنه د دوی له خوا شوې ده.
پوليس وايي، د چاودنې په اړه پلټنې او څيړنې پيل شوي په اړه به يې نور معلومات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.



