ناټو: افغانستان کې یو امریکايي پوځي مړ شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۸)
په افغانستان کې د ناټو تر قومندې لاندې د غوڅ ملاتړ ماموريت ويلي، په دغه هيواد کې یو امریکايي پوځي مړ شوی دی.
د ناټو د پرون ورځې په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکايي پوځي د افغانستان په ختيځ کې د په یوه داسې پيښه کې مړ شوی چې جګړې سره يې تړا نه لاره.
ناټو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي خو وايي د یاد پوځي د مړه کيدو په اړه څيړنې روانې دي.
امریکا په افغانستان کې شاوخوا څوارلس زره پوځيان لري چې د امريکا د پوځ په وينا له ۲۰۱۹ کال راهيسې په وسله والو بريدونو، چاودنو او نورو پيښو کې اته پوځيان له منځه تللي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې یاد پوځي به د څه لامله مړ شوی وي خو تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي چې ډيری هغه پوځيانو ځان وژنې کړي چې په افغانستان کې يې پوځي دندې ترسره کړي دي.
دغه راز وخت ناوخت په افغانستان کې د ناټو تر قومندې لاندې پر بهرنيو ځواکونو د طالبانو له خوا چاودنې، وسله وال او توغنديز بريدونه ترسره کيږي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان د یادو پوځيانو وژل کیدل پټوي او يا يې پر خپل وخت رسنيو سره نه شريکوي.



