بلخ: د دو قومندانانو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله رامنځته شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۸)
د بلخ ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د دو قومندانانو تر منځ نښته کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلخ د امنيې قومندانۍ وياند عادل شاه عادل وايي، دغه نښته تيره ورځ د پخواني قومندان حضرت شاه ګرګي او د پوليسو د اربکيانو د قومندان توفان تر منځ د بلخ ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.
د عادل شاه په وينا، د نښتې په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او د درېيو ملکي کسانو په شمول پنځه تنه ټپيان دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د يادو زورواکو قومندانانو تر منځ نښته د څه لامله رامنځته شوې خو چارواکي وايي د پيښې د څرنګوالي په اړه سیمې ته پلاوی ليږل شوی دی.
تر دې مخکې هم د ناقانونه وسله والو ډلو تر منخ په نښتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلخ ولايت په بيلابيلو ولسوالیو کې ډيری ناقانونه وسله وال قومندانان چې سلګونه وسله وال لري چې ډيری يې د خلکو په زورولو، د مسافرو پر لوټلو او ځينې نورو ناوړه اعمالو کې ککړ دي.



