کابل: کاونټرپارت امریکایي اداره تر برید لاندې ده

کابل ټکی کام (چارشنبه، ۱۸غوایي، ۱۳۹۸)

کابو یو نیم ساعت وړاندې د کابل ښار لسمې حوزې اړوند د لویې څارنوالۍ سره نږدې د چادونې غږ واورېدل شو او همهاله ورسره ډزې پیل شوې.

د کورنیو چارو وزارت برید تائید کړی او ویلي یې دي چې برید په یوه خیریه اداره ترسره شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او ژر به حالات قابو کړي.

د برید مسؤلیت طالبانو ومانه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې د کاونټر پارک په نوم امریکایي شبکه د دوی د لخوا تر برید لاندې ده.

مجاهد وایي: ”‏‎د کابل په نوي ښار اړوند سیمه کې دکاونټرپارټ په نامه امریکايي شبکه چې په هیواد کې په مختلفو غربي تخریبي فعالیتونو کې ونډه لري داسلامي امارت د مجاهدینو تر برید لاندې ده.“

طالب ویاند همدا شیبه په یو بل ټویټ کې په دې شبکه د برید هدف څرګند کړی او ویلي یې دي، په دې اداره کې چې تر ۵۰ پورې کسان اوسیدل؛ ځکه هدف وګرځیدل چې د کابل خلکو ته یې ” د وحشت، ظلم تیریو، له اسلامي احکامو څخه د سرغړونې او غربي فرهنګ“ د خپراوي په برخه کې روزنه او تربیت ورکاوه.

د دې برید په اړه تر اوسه بشپړ مالومات نه دي ترلاسه شوي او نه هم د برید د تلفاتو کره شمیره مالومه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button