راپور تاژ عقاب افغان الحنفي
تر کومه وخته چې امریکا دافغانستان قضیه دسیاسي لارو چارو دحل وړ بللې اوپه دې تړاو یې له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي، دخلکو هیلې زیاتې شوي، اوداتلس کلنې جګړې داختتام شېبې شماري.
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو انتخاباتي کمپاینونو څخه دافغانستان جګړې ته بې حوصلې ښکارېده.
نوموړي به دخپل انتخاباتي کمپاینونو پرمهال دافغانستان روانه جګړه یوه ناکامه تجربه بلله، اودخپلې کامیابۍ په صورت کې به یې دامریکايي ځواکونو په عاجله توګه وېستل غوښتل.
داچې نوموړی واک ته ورسېد، غوښتل یې هغه پیسې چې دلته په جګړه لګېږي دامریکا په ترقۍ کې صرف، او دې ناکامې جګړې ته دپای ټکی کېږدي.
هماغه وو چې نوموړي ددې بحران دسیاسي حل لپاره یوه ټیم منتخب کړ چې طالبانوسره توافق ته ورسېږي، اودې ناکامې اوشکست خورده جګړې ته دتساوي شکل ورکړي.
دادی دواړه جهتونه په خبرو بوخت دي، که څه هم ښکاره ددې پېش رفت کوم څرک نه لیدل کېږي، خودصحنې شاهدان په غیر رسمي توګه دپرمختګ خبرونه ورکوي.
تردې وړاندې دطالبانو اوامریکایانو پنځه ځله ناستې اوخبرې شوي، که توافقات شوي وي؛ هم رسنیز شوي ندی، او که تدریجاً پرمختګ کوي مالومه نده، اونه هم ښکېل اړخونو په رسمي توګه څه ویلي.
ناټو اونورو نړیوالو قدرتونو هم له دې سولییز حرکت ملاتړ اعلان کړی، اوژر تر ژره یې دسیاسي حل غوښتنه کړې.
طالبان اوامریکایان دواړه سرې کرښې لري، چې دخارجیانو کاملاً وتل، اوپه مقابل کې دامریکا لطرفه له افغانستان څخه سیمې ته دتهدید نه پېښېدنه یې عمده ټکي دي.
تردې وروسته کوچنۍ غوښتنې دمطرح وړ ندي، که کېږي؛ په صلاح به کېږي.
دامذاکرات دتېرې پنجشنبې په ورځ پیل شول چې دجمعې ورځ دطالبانو لطرفه رخصت اعلان شوه، دشنبې په ورځ غونډه بیا شروع شوه، چې تر دوشنبې روانه وه، دوشنبه بیا د روژې داولې ورځې په مناسبت دطالبانو لطرفه بیا رخصتي اعلان شوه، چې دې رخصتۍ څخه په استفادې خلیلزاد هند ته ولاړ، اوددې قضیې دسیاسي حل لپاره یې دهند ملاتړ راجلب کړ.
سیاسي څېړونکي دامریکا وارخطایئ ته په کتو داځل له بعضو توافقاتو خبر ورکوي.
دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، اودامریکا ځانګړي استازي له داځل مذاکراتو خوښي څرګنده کړې، او د هراړخیزې سولې راتګ ته یې هیله ښودلې.

















