کابل ټکی کام (چار شنبه، ۱۸غوایي، ۱۳۹۸)
نن ماسپښین د لسمې حوزې اړوند د کونټر پارټ په نوم یوه امریکایي اداره د طالبانو تر برید لاندې راغله چې اوس ویل کیږي برید پای ته ورسید.
لومړۍ چاودنه وشوه او همهاله ورسره د ډزو غږونه واورېدل شول.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې جګړه پای ته ورسیده او بریدګر وژل شوي دي.
تر دې وړاندې هم چارواکو ادعا کړې وه چې برید وختي پای ته رسیدلی خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې جګړه لا هم روانه ده.
اوس تازه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دې برید د تلفاتو کره شمیره لا هم مالومه نه ده خو د ایمرجنسي روغتون ډاکټرانو رسنیو ته ویلي چې تر دې دمه ۱۵ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
برید ته په کتو سره ویل کیږي چې ښایي برید له ځان سره درانه مالي او ځاني تلفات اړولي وي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر لیکلي چې دا برید یې ځکه وکړ چې دې ادارې یو لړ ناوړه پرګرامونه پر مخ بیول، فحشا او د اسلامي احکامو څخه د سرغړونې او غربي فرهنګ رائجول یې غوښتل.
ولسمشرۍ ماڼۍ په کاونټرپارټ برید سخت غندلی او دا برید یې د اسلامي او افغاني ارزښتونو باندې برید بللی دی.
په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس هم د دې برید غندنه کړې ده.
طالبانو د دې برید وروستي جزیات لا هم نه دي خپاره کړي.
















