کرکټ: د افغانستان او سکاټلنډ لوبه لغوه اعلان شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۹)

ټاکل شوې وه چې د روانې زېږديزې مياشتې په اتلسمه پرون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او سکاټلنډ یوه ورځينۍ لوبه شوی وای خو د باران د دوامداره ورښت له کبله ځنډيدلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان او سکاټلنډ لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه هم د دوامداره باران د ورښت له امله لغوه اعلان شوه.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یادو دواړو لوبډلو تر منځ به دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ يا روانې زېږديزې مياشتې په لسمه نېټه ترسره شي.

د افغانستان ملي لوبډله د مئ مياشتې په نوولسمه او يوويشتمه له ايرلنډ سره لوبې لري او دغه راز د نړيوال جام سياليو مخکې د پاکستان او انګلستان سره هم مسابقې وکړي.

د یو ورځنيو سيالیو نړيوال جام لوبې د روانې مئ مياشتې په ديرشمه پيلېږي او د جولای تر څوارلسمې به دوام وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button