(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۹)
د امريکا چاپ نشنل انټرسټ ورځپاڼې په يوه مقاله کې له امريکايي حکومته غوښتي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.
ورځپاڼې د افغانستان جګړه د امريکا د تاريخ تر ټولو لويه او ګرانبیه جګړه بللې زياتوي چې امریکايي حکومت دې نور دغه جګړه پای ته ورسوي او د امریکايي وګړو له اوږو دې دغه دروند بار سپک کړي.
نشنل انټرسټ کاږي، نه يوازې د افغان جګړې د پای ته رسولو وخت راغلی بلکې امريکا بايد د جګړو ټول لاملونه له مخه ليرې کړي.
ورځپاڼه ليکي، فساد، نشه يي توکي، او کمزورې حکومتولي هغه لاملونه دي چې د افغانستان جګړه لا اوږدولی او پړسولی شي زياتوي د یادو مواردو په له منځه وړلو سره دغه هيواد کې ارامي راتلای شي.
په مقاله کې راځي، چې افغان او امریکايي وګړي نور له جګړو ستړي دي او بايد په خپلو حکومتونو زور راوړي څو دغه جګړه بنده کړي.
















