کابل ټکی کام ۲۱مرغومې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په سیمه کې د برتانیې څارونکې اداره وايي چې د روسانو په هوايي برید او د یاغیانو په راکټي برید کې د یوه ښوونځي ۱۱ماشومان وژل شوي دي.
له بلې خوا د سوریې د بشر حقوقو د څار اداره وایي، دغه هوايي برید چې د سوریې د الفو ښارګوټي په یوه ښوونځي شوی دی، پکې ۸ماشومان وژل شوي او تر ۲۰زیات ښوونکي او زدکوونکي ټپیان شوي دي.
همدا راز په برتانیه کې د بشر د حقوق د څار اداره وايي چې د یاغیانو په یوه برید کې، چې یو ښوونځی یې په نښه کړی وو، ۳ماشومان وژل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده چې په عامه توګه نه ده تأیید شوې، خو یوه ماشومه د ژړا په حالت کې وايي چې ازموینې ته ناست ول او نا څاپه پرې روسي جیټ الوتکو بمبارد وکړ.
همدا راز په ټولنیزو رسنیو کې داسې تصویرونه هم خپاره شوي دي چې ماشومان په وینو لت پت تر خاورو لاندې او د اولیه امداد امبولانسونه ورځي، او هغوی روغتون ته رسوي.
د الفو ولایت په درې برخو وېشل شوی دی چې یوه څنډه یې د اسد رژیم په لاس کې ده، بله یې د داعش په ولکه کې او یوه تړانګه یې د یاغیانو په لاس کې ده، او دغه ښار هره ورځ له دریو خواوو څخه د راکیټي بریدونو انځورګري کوي.
د الفو ښار غربي څنډه د اسد رژیم په لاس کې، او شرقي څنډه یې د مخالفینو په لاس کې ده.
















