کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۱ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
راپورونه وايي، نن ماسپښین ۳ بجې د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې په امريکايي عسکرو هغه مهال برید ترسره شو چې د ولایت مقام ترڅنګ پلي ولاړ وو.
په بازار کې یو دوکاندار وايي: یو ځوان یې ولیدو چې له یوې کرولا موټر څخه ښکته شو او د امریکايي عسکرو خواته وروان شو. «تر لږ ځنډ وروسته مې د چاودنې غږ واوریدو او ورپسې یو ناتاره ډزې پیل شوې.»
دی وايي ډزو ډېر دوام ونکړ چې سیمه امریکايي عسکرو په خپله ولکه کې واخیسته.
برید د لاسي بمونو په مټ ترسره شوی دی.
طالبانو د برید پړه منلې او دعوه یې کړې چې څلور امریکايي عسکر یې وژلي او درې تنه نور یې مرګوني ټپيان کړي دي.
طالبان وايي بریدګر ددوی ملګرۍ وو چې سیمې ته یې په همدې موخه استولۍ وو، چې ددوی په خوله په کامیابۍ سره خپل هدف ته ورسیدو.
د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې د سولې د نغارې سره سم د جنګونو لړۍ هم په افغانستان کې په بې ساري ډول تېزه شوې ده.
















